د انقلابي چيګوارا نیوونکی بولیویایی جنرال ومړ

د عکس سرچینه، AFP
د بولیویا هغه جنرال د ۸۴ کلونو په عمر ومړ، چې د کیوبا انقلابي ارنسټو چيګوارا یې ونیو او یو ملي اتل شو.
په ۱۹۶۷ کال، ګري پراډو سالمون په بولیویا کې د امریکا د پټو څارګرو په ملاتړ پوځي عملیات وکړل چې د چيګوارا په لاس سمبال شوي کمونیستي بغاوت ته یې ماتې ورکړه.
هغه مهال پر بولیویا ښي لاسي پوځي حکومت واکمني کوله.
د پوځ یوه افسر ارجنټاین کې زوکړه شوی چيګوارا تر نیول کېدا یوه ورځ وروسته اعدام وکړ.
په دې وخت کې د امریکا متحده ایالتونو او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ سړه جګړه اوج ته رسېدلې وه او واشنګټن د چيګوارا د فعالیتونو په ګډون په لاتینه امریکا کې د کمونیستي نفوذ په اړه سخته اندېښمنه وه.
چيګوارا د ۱۹۵۹ کال کودتا تر بریا وروسته له کیوبا ولاړ چې په نورو هېوادونو کې د چریکي جګړې د خوځښتونو مشري وکړي.
دی د کیوبا د کمونیستي مشر فیډل کاسټرو ټینګ متحد و چې بیا وروسته په نړیواله کچه د کمونیستانو پر اتل واوښت.
د جنرال پراډو زوی خپل پلار یو "خارق العاده شخصیت" بللی چې په وینا یې د "مینې، ریښتینولۍ او مېړانې میراث" یې پرېښود.

د عکس سرچینه، AFP
(ما 'چي' څنګه ونیو) کتاب
هغه بولیویایی افسر چې چيګوارا یې په ډزو وویشت او وواژه ماریو تېران نومېده او تېر کال ومړ.
جنرال پراډو د چيګوارا چریکي ډلې ته تر کمین نیولو وروسته د بولیویا د پوځي رژیم د دفاع له کبله ملي اتل شو.
هغه د امریکا روزلو بولیویايي رېنجر ځواکونو قومنداني په هغه لیرې ځنګلي سیمه کې پر غاړه واخیسته چې د چيګوارا ډلې چې پیل کې ۱۲۰ تنه وو، یوازې ۲۲ تنو ته راټیټه کړه.
له ۱۹۸۱ کال راهیسې جنرال پراډو د شا پر تیر د مرمۍ لګېدو له کبله د معلولانو په څوکۍ کې چرځېده. هغه په ۱۹۶۷ کال د خپلې بریا په اړه کتاب ولیکه چې نوم یې (ما چي څنګه ونیو) دی.
د هغه د زوی په وینا "د هغه لپاره پخپل ژوند کې د [چي] نیونه تر ټولو مهم کار نه و- بلکې په دې کې برخه اخیستل وو چې وسله وال ځواکونه پر یوه داسې دیموکراټیک بنسټ واړول شي چې د اساسی قانون او نورو قوانینو درناوی وکړي".
چيګوارا د لاپاز سوېل کې ۸۳۰ کیلومتره لیرې د بولیویا په (لا هیګورا) کلي کې اعدام او جسد یې په یوه پټ ځای کې خاورو ته وسپارل شو.
په ۱۹۹۷ کال کې د هغه پاتې شوني وموندل شول او له قبر راویستل شو او کیوبا ته ستون او همالته بېرته خښ کړل شو.











