وهل او ترهول؛ اوزبېک ښځې څنګه هند کې جنسي کاروبار ته اړایستل شوي

د ویډیو تشریح،
وهل او ترهول؛ اوزبېک ښځې څنګه هند کې جنسي کاروبار ته اړایستل شوي

دا د هغو دوو ځوانو اوزبېک ښځو داستان دی چې هند ته د جنسي کاروبار لپاره قاچاق شوې دي. دوی بي بي سي هندي برخې ته غږېدلې او د خپل کړاو، وهلو ټکولو او وېرولو داستان یې افشا کړی. د ډیلي پولیسو په ګاو کې دوه هغه انساني قاچاق کوونکي نیولي چې د مرکزي اسیا له فقیرو کورنیو به یې ځانې ښځې په دبۍ کې د دندو په پلمه جذبولې. ډېرې ښځې وايي دو په هند کې "په دام کې ولوېدې" او د دوی پر ضد د کډوالۍ د قوانینو د نقض له کبله د قانوني اجرآتو له کبله خپلو هېوادونو ته نه شي ستنېدلی.