څیړنه: تر ۲۰۵۰ کاله به له نیمایي ډېر بالغ انسانان چاغ وي

د عکس سرچینه، Getty Images
اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰م کاله به د نړۍ له نیمايي ډېر " بلوغ ته رسېدلي" کسان، د ماشومانو درېیمه برخه او تنکي ځوانان ډېر وزن ولري. دغه نوې موندنې له څه باندې ۲۰۰ هېوادونو کې د څيړنو پر بنسټ شوې او د شمېرو نړیوال بنسټ تازه په ( لانسېټ اېکسټرنل) جورنال کې خپرې کړې دي.
څیړونکو خبرداری ورکړی چې د روانې لسیزې تر پایه به په ځانګړې ډول په بېوزله او لږ عواید لرونکو هېوادونو کې د چاغښت کچه په چټکۍ لوړه شي.
څيړونکي وايي، که حکومتونه سر له اوسه په بيړني ډول لاس په کار شي د هغه څه مخه نیول کیدی شي چې دوی یې " ژوره غمیزه" بولي.
له دې مخکې تر ۲۰۲۱م کاله پورې د نړۍ نږدې نیمايي بالغ کسان چې په دې کې یو میلیارد سړي او د ۲۵ یا له دې د لوړ عمر یو اعشاریه ۱۱ میلیارده ښځې راځي، وزنونه یې ډېر وو.
له ۱۹۹۰م کال راهیسې د هغو نارینه وو او ښځو شمېر چې په پرلپسې ډول یې وزن ډېرېږي دوه برابره زیات شوی دی.
که دا لړۍ همداسې دوام وکړي تر ۲۰۵۰م کاله به ۵۷ اعشاریه ۴ سلنه سړي او څه باندې ۶۰ سلنه ښځې له چاغښته وځورېږي.
د اټکل له مخې په ۲۰۵۰م کال کې به په ترتیب ډول چین کې ۶۲۷ میلیونه، هند کې ۴۵۰ میلیونه او امریکا کې ۲۱۴ میلیونه کسان له ټاکلي حده ډېر وزن ولري. دغه هېوادونه به د نوملړ په سر کې وي.
د وړاندوینې له مخې په افریقا کې به دا شمېر له ۲۵۰ سلنو هم لوړه شي چې د نفوس له مخې د ۵۲۲ میلیونه خلکو اټکل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افریقا نایجریا هېواد بیا ډېر اغیزمن شوی هېواد یادېږي. په دې هېواد کې به د اټکل له مخې د چاغو خلکو شمېر درې برابره ډېر شي. په بریتانیا کې د ۲۰۲۱م کال د رسمي شمېرو له مخې
د ډېرو وزن لرونکو کسانو شمېر څه باندې ۳۶ نیم میلیونو ته رسیده، خو اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰م کاله به دا شمېر ۱۴۱ میلیونو ته لوړ شي.
څیړونکي ټينګار کوي چې په دې څيړنه کې د وزن کمولو د درملو اغیزو ته پاملرنه نه ده شوې.
د څیړونکو په خبره که حکومتونه بیړنی اقدام وکړي، لا هم د ویجاړوونکي روغتیایي وضعیت څخه د ژغورنې لپاره ډېر وخت شته دی.
دا څیړنه د پروفیسرې ايمانیولا ګاکېډو په مشرۍ د امریکا واشنګټن پوهنتون روغتیايي برخې کړې ده.
نوموړې وايي که د وزن د ډېرښت مخه ونه نیول شي دا به " د چاغښت بې سارې نړیوالې وبا یوه ژوره غمیزه او یوه تاریخي ټولنیزه ناکامي رامنځته شي."
د چاغښت کچه همدا اوس په ټوله نړۍ په ځانګړي ډول ځوان کهول کې په ډېرېدو ده.
له ۱۹۹۰م کال څخه تر ۲۰۲۱م کاله پورې د چاغښت کچه په ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې له ( ۸،۸ څخه ۱۸،۱ سلنې) ته لوړه شوې، له ۲۵ کالو په کم عمره ځوانانو کې څه باندې دوه برابره ( له ۹،۹ سلنې تر ۲۰،۳ سلې) لوړه شوې ده.
په ۲۰۵۰م کال کې به له هرو درېیو کسانو یو به یې له دې اړخه اغېزمن وي.
ډاکټرانو دا زیاتېدونکې شمېرې په راتلونکو کلونو کې د روغتيايي سیستم پر وړاندې یوه جدي ننګونه بللې ده.











