د هانګ کانګ اورلګېدنه: د مړو شمېر ۱۲۸ ته رسېدلی، د لسګونو لادرکه کسانو لټون لا هم روان دی

د ویډیو تشریح، د هانګ کانګ ودانیو کې د ور لمبې

د هانګ کانګ په اورلګېدنه کې د مړو شویو شمېر ۱۲۸ کسانو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې لسګونه نور کسان لا هم لادرکه دي.

دا پېښه د ښار له څو لسیزو راهیسې تر ټولو بده اورلګېدنه بلل کېږي او پېښه دوه ورځې وړاندې رامنځته شوې وه.

د اور وژنې ډلې له شاوخوا ۴۰ ساعتونو مبارزې وروسته وتوانېدې چې اور په هغه استوګنیز کمپلکس کې مهار کړي چې د وانګ فُوک کورټ په نوم یادېږي او د ترمیم په حالت کې و.

د وانګ فُوک کورټ کمپلکس له اتو استوګنیزو برجونو جوړ دی، چې هر یو یې ۳۱ پوړۍ لري. د دغو برجونو له ډلې اوه یې د اور له امله زیانمن شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د یوه حکومتي سرشمېرنې له مخې، دغه کمپلکس نژدې ۱۹۸۴ اپارتمانونه درلودل چې د شاوخوا ۴۶۰۰ اوسېدونکو سرپنا وه.

تر اوسه د کمپلکس له ۱,۰۱۸ ډېر اپارتمانونه پلټل شوي چې ممکن ژوندي پاتې کسان ترې راوایستل شي.

یوه خونړي اور چې د هانګ کانګ په څو لوړپوړو اپارتمانونو کې خپور شوی، لږ تر لږه ۸۳ کسان وژلي دي.

چارواکو ویلي له ۳۰۰ ډېر نو کسان بې‌درکه دي او لټون یې روان دی.

انځورونه ښيي چې څو ودانیو اور اخیستی او لوګي یې فضا ته پورته کېږي، چې د هانګ کانګ اسمان یې ډک کړی دی.

کله چې پر ټاپو شپه راغله، اور لا هم بل و، څو ساعته وروسته له هغه چې لومړی راپور ورکړل شو، د پېښې سیمې ته ۷۶۷ اور وژونکي استول شوي.

د اور لګېدو علت لا هم څرګند نه دی، خو تر اوسه پورې هغه څه چې موږ پرې پوهېږو، دا دي:"

اور کله او چېرې پیل شو؟

نقشه

اور د هانګ کانګ په ټای پو ولسوالۍ کې د وانګ فوک کورټ په نوم لوی استوګنیزه کمپلېکس کې په محلي وخت د چهارشنبې په ورځ ۱۴:۵۱ (۰۶:۵۱ GMT) خپور شو.

وانګ فوک کورټ له اتو لوړ پوړو برجورو بلاکونو جوړ دی، چې هر یو یې ۳۱ پوړونه لري.

د ۲۰۲۱ کال د حکومت سرشمېرنې له مخې، دوی ۱،۹۸۴ اپارتمانونه ودان کړل چې شاوخوا ۴،۶۰۰ اوسېدونکي په کې ژوند کوي.

دغه برجونه په ۱۹۸۳ کال کې جوړ شوي، اوس تر ترمیم لاندې وو او د ودانیو بهر د باڼس لرګیو سره پوښل شوي وو. انځورونه ښيي چې اور د باڼس له لارې په چټکۍ خپرېږي.

اور څومره جدي دی؟

د هانګ کانګ د اور وژنې ادارې اور د پنځمې کچې د خطر په توګه طبقه بندي کړی – چې دا د شدت له مخې تر ټولو لوړه کچه ده.

د لومړي راپور له ورکړې ۴۰ دقیقې وروسته، اور د څلورمې کچې په توګه اعلان شو، خو تر ۱۸:۲۲ پورې، شاوخوا درې نیم ساعته وروسته یې کچه بیا لوړه شوه.

له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې هانګ کانګ ته داسې پنځمې کچې اور نه دی رسېدلی.

اوسېدونکي وېره لري چې اور به ټوله شپه بل وي - او د پېښې له سیمې د ماښام لومړني انځورونه ښيي چې پر ودانیو لا هم د اور شغلې بلې دي.

د قربانیانو په اړه څومره پوهېږو؟

A man takes a photo of the huge fire, which is in the distance but dominating the skyline

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د هانګ کانګ حکومت لومړی اعلان وکړ چې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي، خو وروسته د مړینو شمېر په چټکۍ سره پورته شو. وروستيو رپوټونو کې ویل شوي، چې د وژل شویو شمېر ۶۵ تنو ته ورسېد، خو وېره شته چې دا شمېر نور هم لوړ شي، ځکه چې سلګونه کسان لا هم ورک دي.

مخکې، د ولسوالۍ د شورا یوه پخواني غړي ویلي وو چې لږ تر لږه ۱۳ کسان په سوځېدونکې ودانۍ کې بند پاتې دي. هرمن یو کوان هو د South Morning China Post ته وویل، په دې کې اته زاړه اوسېدونکي او دوه ماشومان شامل وو، خو بي بي سي نه ده توانېدلې دا معلومات په خپلواکه توګه تایید کړي.

په وژل شویو کې یو اور وژونکی، هو وای-هو، ۳۷ کلن دی، چې د شا ټین د اور وژنې په سټیشن کې یې نهه کاله خدمت کړی و.

د اور وژنې ادارې وویل چې د ۱۵:۳۰ په شاوخوا کې له هغه سره اړیکه پرې شوه او شاوخوا نیمه ساعت وروسته وموندل شوه چې هغه غورځېدلی دی. هغه روغتون ته لېږدول شوی و، خو لږ وروسته یې مړینه اعلان شوه.

د اور وژنې ادارې رئیس انډي یانګ په یوه بیان کې وویل: "زه د دې وقف شوي او زړور اور وژونکي د مړینې له امله ژوره خواشیني احساسوم."

د هانګ کانګ د اور وژنې ادارې وویل، لږ تر لږه یو بل اور وژونکی هم په روغتون کې دی.

د بېړني حالت لپاره د تلیفون شمېره او سرپناه جوړه شوه

وانګ فوک کورټ شاوخوا ۴،۶۰۰ اوسېدونکي لري او له دې سیمې په پراخه کچه خلک ایستل شوي، د هغو ودانیو خلک هم ایستل شوي چې د دې کمپلېکس برخه نه دي.

حکومت وویل څو بېړنۍ سرپناوې د هغو اوسېدونکو د استوګنې لپاره جوړې شوې چې ایستل شوي دي.

د بي بي سي چینایي خبریالې جیمیني چنګ ولیدل چې زاړه اوسېدونکي، ځینې یې په لکړویا ویلچرو ځینو سرپناوو ته رسېږي. وروسته به بسونه هغوی ټولنیزو هالونو ته انتقال کړي، چې ټوله شپه پرانیستې پاتې کېږي او په دې سره به د اور له امله بې ځایه شوي کسان پکې پاتې شي.

د امنیت سرمنشي ټانګ پینګ-کوانګ په یوه بیان کې وویل، د اور اغېزو د مدیریت لپاره د څارنې او ملاتړ یو مرکز فعال شوی.

د هانګ کانګ پولیسو خلکو د بېړنۍ اړیکې یوه شمېره هم اعلان کړې ده،‌ چې د ټپيانو په اړه پوښتنې وکړي - دا شمېره +۸۵۲ ۱۸۷۸ ۹۹۹ ده.

هانګ کانګ او د باڼس خوازې

 A man gestures in distress as the tower blocks burn behind him.

د عکس سرچینه، Reuters

د وانګ فوک کورټ برجونه تر چتونو پورې د باڼس لرګي خوازو سره پوښل شوي، ځکه چې لا هم تر ترمیم لاندې دي.

په هانګ کانګ کې د باڼس خوازو کارولو تاریخ سلګونو کلونو ته رسېږي، ځکه باڼس ژر وده کوي، سپک او ډېر قوي دی. ډېری خلک دا د ښار په ښاري منظره کې یوه نښه بولي - خو هانګ کانګ د نړۍ له هغو وروستیو ښارونو دی چې په عصري جوړښتونو کې لا هم باڼس کاروي.

سیمه ییزو رسنیو په مارچ میاشت کې راپور ورکړ چې د حکومت د پرمختګ اداره هڅه کوي چې د خونديتوب اندېښنو له امله د باڼس کارول پړاو په پړاو ختم کړي.

د ادارې ویاند ټیرنس لام ویلي دي: د باڼس خوازې "کمزوري لري، د وخت په تېرېدو کمزوري کېدل او د سوځېدو او اور اخیستو لوړه کچه مواد لري چې د خونديتوب اندېښنې رامنځته کوي".

د دې اور د لګېدو علت لا هم څرګند نه دی، خو چارواکو یادونه وکړه چې اور د باڼس خوازو له لارې په چټکۍ خپور شوی او ګاونډیو ودانیو ته هم رسېدلی دی.