ابوظبي کې ډیجیټل نکاح: د ۲۱۸ ډالرو بدل کې د واده مراسم په انلاین بڼه کېږي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, نسرین حاطوم
- دنده, بي بي سي-عربي څانګه
اوس هر څوک یوازې د ۲۱۸ امریکایي ډالرو (شاوخوا ۸۰۰ درهم) په بدل کې پرته له دې چې هلته خپله حضور ولري، د موبایل ټیلیفون له لارې په انلاین ډول په متحده عرب اماراتو کې واده رسمي کولای شي.
د واده رسمي کولو دا نوي خدمتونه د ابوظبي "تم " اپلکشن له لارې وړاندې کېږي.
مسوولین وايي، دا خدمتونه یوازې د عرب اماراتو د اوسېدونکو لپاره نه دي، بلکې د هر هېواد وګړي ترې ګټه اخیستلای شي، د نورو میلیتونو غیراوسېدونکي هم کولی شي له دې لارې واده وکړي، خو شرط یې دا دی چې دغه کسان باید په متحده عربي اماراتو کې یو وکیل یا قانوني استازی وټاکي چې رسمي چارې یې ترسره کړي.
د واده غوښتونکي کولی شي د "تم" اپلکشن له لارې یوه فورمه ډکه کړي، اړین اسناد ورپورته کړي، یو اړوند دولتي مامور ګومارلی شي، چې د واده مراسم وڅاري او پرته له دې چې په حضوري ډول هلته ورشي په ۲۴ ساعتونو کې د انلاین یا (ویرچوئل) واده مراسم ترسره کړي.
د تم اپلکشن عمومي مدیر محمد العسکر د فرانسې له خبري اژانس (اې ایف پي) سره په یوه مرکه کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې اپلکیشن ته د تازه معلوماتو له ۲۰۰ څخه ډېرې نوې ځانګړتیاوې وراضافه شوې دي.
د دې ترټولو مهم نوښت دا دی، چې د ابوظبي عدلیې ادارې سره په همکارۍ معرفي شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې لارې د واده ټول پړاوونه په بشپړ ډول انلاین ترسره کېدلی شي او خلک اړتیا نه لري، چې کوم دولتي دفتر یا مرکز ته د رسمي چارو لپاره لاړ شي.
د چارواکو په وینا، دا نوې اسانتیا د ټولو هېوادونو د وګړو او د ابوظبي د واده غوښتونکو خلکو لپاره فعاله شوې ده.
د پروژې مسوول محمد العسکر ویلي، ''دا سیستم داسې جوړ شوی چې تر ټولو اسان، چټک او له هر ډول خنډ پرته چارې ترسره کړي او دا د "تم" اپلیکیشن هغه لیدلوری څرګندوي چې غواړي ټول حکومتي خدمات ډیجیټل کړي.''
که واده کوونکې جوړه له متحده عرب اماراتو بهر هم وي، کله چې د واده مراسم کېږي، دا به د شاهدانو، د واده د رجستر کوونکي او د جوړې یا د هغوی د قانوني استازي په حضور کې ترسره شي.
دا ټول بهیر د انلاین (ورچوئل) غونډې له لارې ترسره کېږي، چې پکې د واده تړون (عقد) لوستل کېږي او په رسمي ډول منل کېږي.
مسوولین وايي، د "تم" اپلییشن دا نوښت داسې چمتو شوی چې د کورنۍ غړي او ملګري هم کولای شي له لېرې د واده د ورچوئل مراسمو برخه شي. دوی وايي، دا چاره واده ته له ټولنیز پلوه یو رښتینې پېژندګلوي ورکوي، یعنې د دودیز واده احساس په کې پیدا کوي.
که څه هم ځینې خلک دا ډول واده مینه ناکو دودیزو مراسمو پرتله کم ارزښته بولي، خو چارواکي وایي چې د دې هدف د خلکو ژوند اسانول، د وخت سپما، او د بیوروکراسۍ کړاوونو کمول دي، په ځانګړې توګه د هغو جوړو لپاره چې غواړي ژر واده ثبت کړي یا یې تر منځ جغرافیايي واټن ډېر وي.
د اسانتیا لپاره اپلیکیشن د ۳۰۰ درهمو (شاوخوا ۸۰ ډالرو) په اضافي فیس سره د واده تړون په اوتومات ډول د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له لارې تائید کوي.
وروسته، جوړې ته د عقد یوه تائید شوې ډیجیټل کاپي لېږل کېږي چې پرې د کاغذي مهر پر ځای ډیجیټل مهر لګېدلې وي.
چارواکي وایي، دا ټوله پروسه یوازې په ۲۴ ساعتونو کې بشپړېدلی شي، خو شرط پکې دا دی چې د فورمې ډکولو پر وخت ټولې اړین اسناد سم او بشپړ وسپارل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دوبۍ کې د قانوني چارو سلاکار شهزاده غنیم په وینا، دا ډول انلاین واده د قانون له مخې هماغه رسمي حیثیت لري چې یو دودیز واده یې لري خو په دې شرط چې دا برېښنایي تړون د اماراتو د رسمي دولتي ادارې له لوري صادر شوی وي.
نوموړی وايي، که دا تړون له کومې غیر رسمي یا شخصي ادارې صادر شي، بیا نو هغه قانوني اعتبار نه لري.
نوموړي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل:
"د واده د تړون قانوني اعتبار لپاره دا مهمه ده چې دا له منل شویو قانوني اصولو سره سم وي. د مسلمانانو لپاره لازمي ده چې د شریعت او قانون ټاکل شوي شرایطو ته پابند پاتې شي."
له ټولنیز او فرهنګي اړخه، د دې ډول ډیجیټل ودونو زیاتېدونکی دود ښايي د دودیزو واده مراسمو د راتلونکې په اړه پوښتنې راولاړې کړي، ځکه چې واده یوازې یو قانوني تړون نه دی، بلکې د یوې کورنۍ ټولنیز جشن هم دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دودیزو ودونو کې د رسمونو، کورنۍ او ملګرو ګډون د واده د مراسمو احساساتي او ټولنیز ارزښت څرګندوي، دا که په عربي ټولنه کې وي او که په لوېدیځوالو کې، دواړو کې دا برخه ډېر مهمه بلل کېږي.
خو له بلې خوا دا ډول ډیجیټل حل لارې د واده د پروسې ستړې کوونکي پړاوونه اسانوي، چې له امله یې واده ژر، ساده او په منظمه توګه ترسره کېږي.
مسوولین او کارپوهان وایي چې دا نوی ډول د دودونو ځای نه نیسي، یعنی دا د دود-دستور ختمولو لپاره نه ده، بلکې د خلکو د اسانتیا لپاره دي.
دوی وايي، هغه کسان چې غواړي په دودیز ډول واده وکړي، کولی شي هماغسې وکړي اوهغه جوړې چې غواړي د خپل عصري ژوند ډول ته په کتو سره چټک او قانوني ډیجیټل واده وکړي، هغوی ته دا انتخاب هم شته.








