"خپل پلار مې هم په عکس تېروتی و، فکر یې کاوه د احمد شاه مسعود عکس دی"

د ویډیو تشریح، "خپل پلار مې هم په عکس تېروتی و، فکر یې کاوه د احمد شاه مسعود عکس دی"
"خپل پلار مې هم په عکس تېروتی و، فکر یې کاوه د احمد شاه مسعود عکس دی"

په خوست کې د یوه کوچني خوړنځي څښتن چې څېره یې د افغانستان یوه پخواني جهادي قومندان "احمد شاه مسعود" ته ورته ده وايي، خلک ورسره انځورونه اخلي او پر فېسبوک یې په عکسونو هم ډول ډول تبصرې کېږي. عظیم ګل له اره د لوګر ولایت دی او اوس په خوست کې اوسېږي. دی وايي چې پر جامه او څېره یې د سیاسي او تنظیمي لېوالتیا اغېز نشته، بلکې خپله خوښه یې ده.

دی له یوې لسیزې ډېره موده همداسې راڅرګندېږي، خو وروستیو کې یې عکسونه او ویډیوګانې ډېرې لاس په لاس شوې او وايي، کوچنی کاروبار یې ډېر ورسره غوړېدلی دی. هغه زموږ له همکار ندیم اشرف سره خبرو کې دا کیسه کړې چې څنګه یې داسې جامه ځان ته غوره کړه او ان تر دې چې پلار یې پر عکس د احمدشاه مسعود د عکس ګمان کړی و.