د پښتنو قامي جرګه؛ 'که یو موټی شو، هېڅوک مو ځپلی نه شي'

د ویډیو تشریح، د پښتنو قامي جرګه؛ 'که یو موټی شو، هېڅوک مو ځپلی نه شي'

د پښتنو قامي جرګه کې ګڼو داسې کسانو هم ګډون کړی چې د پاکستاني حکومت له لوري نیول شوي وو.

له زندانه د راخوشي شویو له ډلې یوه تن وویل، د بېرته نیول کېدو وېره یې شته او په خپل کلي کې ځان خوندي نه احساسوي.

ددې پنډال په خېمو کې ګڼ داسې خلک شته چې د خپلو تېرو څو کلونو ډېرې ترخې خاطرې بیانوي او د پښتنو پر یووالي ټینګار کوي. د جرګې مشران هم د جرګې په ګډونوالو غږ کوي، که یو موټي نه شول، نو راتلونکې کې لا نور ځپل کېدای شي.

افتخار خان پرې دا رپوټ چمتو کړی.