البانیا: 'د نړۍ لومړنۍ مصنوعي ځیرکتیا ځیرکه وزیره به فساد له منځه یوسي.'

د عکس سرچینه، ADNAN BECI/AFP
په حکومتونو کې چارواکي ډېری وخت "بېرحمه" بلل کېږي، خو د البانیا مشرتابه د دغه منفي ليدلوري د بدلون لپاره د مصنوعي ځیرکتیا وزیره ټاکلې ده.
یوازې د مصنوعي ځیرکتیا لپاره وزیره نه، بلکې یو داسې غړې چې خپله اې ای (AI) جوړه کړې ده.
نوې وزیره د یوه ستوري په څېر یوازې په یوه نوم ډیلا پېژندل کېږي. ډیلا په البانیايي ژبه کې لمر ته ویل کېږي.
لومړي وزیر ایدي راما د پنجشنبې په ورځ، کله چې د خپلې څلورمې دورې حکومت جوړاوه، ډیلا د خپلې کابینې د غړې په توګه خلکو ته وروپېژندله.
دا کار یوازې یو سمبولیک اقدام و، ځکه د البانیا اساسي قانون وایي چې وزیر باید لږ تر لږه ۱۸ کلن او له رواني پلوه بشپړه وړتیا ولري.
خو د انسان پرتله د اې ای (AI) وزیرې ګومارلو ځینې ګټې ښکاره دي:
ډیلا به د حکومت پټ رازونه خوندي ساتي. د واک تنده به یې یوازې د برېښنا تر مصرفه محدوده وي.
ښاغلی راما وایي، کله چې یې ډیلا د عامه تدارکاتو وزیره وټاکله، لومړنی فکر یې د فساد له منځه وړل وو.
د هغه په وینا، موخه دا ده البانیا داسې هېواد شي چې "ټول دولتي قراردادونه ۱۰۰سلنه له فساده پاک شي.
هغه بيبيسي ته وویل: "موږ له یوې عالي ډلې سره کار کوو، چې یوازې البانیایان نه بلکې نړیوال غړي هم لري، چې د عامه تدارکاتو لپاره لومړنی بشپړ د مصنوعي ځیرکتیا (اېای) سیستم جوړ کړو. نه یوازې دا چې هر ډول نفوذ به له منځه یوسو، بلکې پروسه به ډېره چټکه، ګټوره او رڼه وي."
ډیلا مخکې هم په البانیا کې کارېدله. هغه د اې ای مرستندویه پروګرام په توګه خلکو ته د دولتي اسنادو د اخیستو په پروسه کې لارښوونه کوله.
د لومړي وزیر راما په خبره، ډیلا د دغه هېواد په انلاین سیستم کې تر یو میلیون زیات غوښتنلیکونه پروسس کړي دي. خو د هغې لید یوازې د یوه خبري ماشین نه دی، بلکې غواړي د لویو هېوادونو پرتله د نوې ټکنالوژۍ له لارې مخکې لاړه شي.
د مخالف ګوند ډیموکراټېک مشرانو دا اقدام "ملنډې" او "غیرقانوني" بللی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
ځینې نور بیا ورته په احتیاطي ډول خوشبین دي. د مالي خدماتو شرکت بالکن کپېټل یوې بنسټګرې ویلي: "راما کله کله اصلاحات له نندارو سره ګډوي، نو طبیعي ده چې خلکو ته شک پیدا کېږي. خو که دغه AI وزیره د روڼتیا او باور رامنځته کولو لپاره عملي سیستمونو ته واړوي، ګټوره به شي."
د کېنګز کالج لندن څېړونکی ډاکټر اندي هوژای وایي: "که AI سم پروګرام شي، کولای شي د عامه داوطلبۍ پروسه روښانه کړي او د فساد مخه ونیسي."
د هغه په وینا، د اروپايي ټولنې د غړیتوب خبرې هم البانیا اړوي چې فساد جدي له منځه یوسي، ځکه تر ۲۰۲۷ پورې باید خبرې بشپړې کړي.
د اروپايي اتحادیې اصلي شرط له فساد سره مبارزه ده.
ښاغلي راما منلې چې ددغه اقدام یوه برخه ځان ته د خلکو پام اړولو لپاره هم ده، خو وایي تر شا یې جدي نیت شته:
"دا پر نورو وزیرانو او ادارو هم فشار راوړي چې په نوې ډول فکر او کار وکړي." او دا د دې وزیرې تر ټولو لویه ګټه ده.
یا په ساده ټکو، کېدای شي د نورو وزیرانو څوکۍ هم د AI لخوا اشغال شي.











