د افغانستان ګڼو ولایتونو کې نوره واوره هم ورېدلې
د افغانستان ګڼو ولایتونو کې نوره واوره هم ورېدلې
د طالبانو حکومت ټولګټو وزارت وايي، سالنګونو او د هېواد ګڼو نورو ولایتونو کې تېره ورځ او شپه بیا واوره ورېدلې او په ځینو سیمو کې اوس هم ورښت دوام لري.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د بامیان، دایکندي او غزني په ګډون ځینو ولایتونو کې بېلابېلې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې او پر ځینو مسیرونو د موټرونو تګ راتګ له ستونزو سره مخامخ دی.
خو نوموړی وايي، د سالنګ لاره د مساپر وړونکو موټرونو پر مخ پرانیستې ده.
هغه له چلوونکو غوښتي چې پر واورینو او صعبالعبوره لارو د سفر پر مهال ګرمې جامې، خوراکتوکي، اړین روغنیات او موټر د ټایرونو ځنځیر (چاین) له ځان سره واخلي.



