'موږ د چین یوه هوټل کې جنسي اړیکه درلوده او بیا خبر شوو، چې ویډیو مو زرګونو کسانو ننداره کړې'

ثبت
    • Author, وانقینګ ژانګ
    • دنده, بي بي سي چین څانګه او عیني څېړنې
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

وانقینګ ژانګ

بي بي سي چین څانګه او عیني څېړنې

د ۲۰۲۳ کال یوه شپه اېریک د ټولنیزو رسنیو په هغه چېنل کې لټون کاوه چې په منظم ډول به یې د جنسي ویډیوګانو لپاره کاراوه. د یوې ویډیو له پیل څو ثانیې وروسته، هغه ناڅاپه ودرېد.

دی وپوهېد هغه جوړه چې دی یې ویني، چې خونې ته ننوځي، خپل بېکونه ږدي، او وروسته جنسي اړیکه نیسي، خپله دی او ملګرې یې وه. دوی درې اوونۍ مخکې د چین سویلي ښار شېنژن په یوه هوټل کې شپه تېره کړې وه او نه پوهېدل چې یوازې نه دي.

د دوی د خلوت شېبې د هوټل په خونه کې د پټې کمرې له لارې ثبت شوې وې او دا ویډیوګانې زرګونو کسانو ته وړاندې شوې وې، د هماغه چېنل له لارې، چې اېریک خپله د جنسي موادو د لیدلو لپاره کاراوه.

اېریک (اصلي نوم نه دی) نور یوازې د چین د پټو کمرو د جنسي محتوا صنعت یو کاروونکی نه و، بلکې قرباني یې هم ګرځېدلی و.

خبرتیا: دا کیسه ځینې سپک او توهینوونکې خبرې لري.

سره له دې چې په چین کې د فحش یا جنسي موادو تولید او خپرول غیرقانوني دي، په چین کې د ''جاسوسي کمرې'' بربنډې یا جنسي ویډیوګانې لږ تر لږه له یوې لسیزې راهیسې لاس پر لاس کېږي.

خو په تېرو څو کلونو کې دا ستونزه په ټولنیزو رسنیو کې ډېره یاده شوې ده، او خلک، په ځانګړي ډول ښځې یوې بلې ته مشورې ورکوي چې څنګه داسې کمرې ومومي چې د پنسل پاک په کچه کوچنۍ دي.

ځینو خو ان دا کار کړی چې د فلم اخیستل کېدو د مخنیوي لپاره یې د هوټل په خونو کې خیمې درولې دي.

تېر اپریل کې چارواکو د نويو دولتي مقرراتو له لارې هڅه وکړه چې دا ستونزه راکمه کړي او د هوټل له مالکانو یې وغوښتل چې په منظم ډول د پټو کمرو پلټنه وکړي.

خو دا خطر چې له یو چا په پټه د هوټل د خونې په شخصي چاپېریال کې فلم اخیستل کېږي، لا هم له منځه نه دی تللی.

د بي‌ بي‌ سي نړیوالې څانګې موندلې چې زرګونه نوې د جاسوسي کمرې ویډیوګانې، چې د هوټل په خونو کې ثبت شوې، د بربنډو موادو په توګه په بېلابېلو وېبپاڼو پلورل کېږي.

د دې ډېری توکو اعلانونه د ټیلیګرام له لارې کېږي.

دا یو پیغام رسوونکی او ټولنیز اپلیکیشن دی.

د ۱۸ میاشتو په موده کې ما شپږ بېلابېلې وېبپاڼې او اپلیکیشنونه وموندل چې د ټیلیګرام له لارې اعلانېدل.

دغو ټولو ادعا کوله چې له ۱۸۰ څخه ډېرې د هوټل خونو جاسوسي کمرې چلوي، چې یوازې ثبت نه کوي، بلکې په ژوندۍ بڼه د مېلمنو فعالیتونه خپروي.

ما د دې وېبپاڼو له ډلې یوه د اوو میاشتو لپاره په منظم ډول وڅارله او معلومه شوه، چې د ۵۴ بېلابېلو کېمرو له لارې مواد ثبت شوي، چې نږدې نیمایي یې هر وخت فعاله وې.

د دې معنا دا ده، چې په دې موده کې د زرګونو مېلمنو ښايي فلمونه اخیستل شوي وي.

د بي ‌بي‌ سي د اټکل له مخې ډېری به ښايي هېڅکله خبر هم نه شي چې د کمرې مخې ته راغلي دي.

اېریک، چې د هانګ کانګ اوسېدونکی دی له ځوانۍ راهیسې په پټه ثبت شوې ویډیوګانې کتلې، ځکه چې د هغه په وینا دا ویډیوګانې ډېرې ''خامې'' او طبیعي ښکاري.

هغه وايي: ''هغه څه چې زه یې ځان ته راکاږلم دا و چې خلک نه پوهېږي چې فلم ترې اخیستل کېږي.'' اېریک، چې اوس د دېرشو کلونو په عمر کې دی، زیاتوي: ''عادي فحش فلمونه ډېر مصنوعي او جعلي ښکاري.''

خو کله چې هغه د ځان او خپلې ملګرې «اېملي» ویډیو وموندله، نو د عرضې د ځنځیر بل سر یې پر خپل پوست احساس کړ او نور ورته دا ډول مواد خوند نه ورکوي.

کله چې هغه اېملي ته وویل چې د هغوی د هوټل شپه فلم شوې، بیا د یو ساعت په اوږده کلیپ بدله شوې، او ټیلیګرام ته پورته شوې ده، هغې فکر وکړ چې ټوکه کوي.

خو چې کله یې ویډیو په خپلو سترګو ولیده، سخته وشرمېده.

اېملي وېرېدله چې ښايي دا کلیپ یې همکارانو یا د کورنۍ غړو لیدلی وي او دې جوړې څو اوونۍ له یو بل سره خبرې هم ونه کړې.

دا صنعت چې د ناخبرو جوړو تر ټولو شخصي جنسي شېبې د پیسو په بدل کې د نندارچیانو لپاره کاروي څنګه کار کوي، او څوک یې تر شا دي؟

له هغو کسانو څخه یو چې زه ورسره مخامخ شوم، د جاسوسي کمرې د فحش موادو یو مشهور سوداګر و چې ځان یې ''اې کې اې'' باله.

ما د کاروونکې په څېر ځان وښود او د هغه لخوا اعلان شوې یوې ژوندۍ خپرونې وېبپاڼې ته د لاسرسي لپاره مې پیسې ورکړې، هره میاشت ۴۵۰ یوانه (۶۵ ډالر)

کله چې ورغلم دا امکان راکړل شو چې له پنځو بېلابېلو فلم اخیستونکو چېنلونو یو وټاکم، چې هر یو یې د څو هوټل خونو انځور ښود.

دا خونه به هغه وخت ښکاره کېده چې مېلمه به د برېښنا د فعالولو لپاره د خونې کارت دننه کړ.

دا هم شونې وه چې ژوندۍ خپرونې له پیل څخه بېرته وګورم، او زاړه کلیپونه ډاونلوډ کړم.

له جاسوسو کمرو د هوټل تختونه یا کټونه په څرګند ډول ښکاري.

په ټیلیګرام کې چې که څه هم په چین کې پرې بندیز لګېدلی، خو بیا هم د ناقانونه فعالیتونو لپاره ډېر کارول کېږي.

اې کې اې د دې ژوندیو خپرونو اعلانونه کول.

د څېړنې په موده کې د ټیلیګرام له یوه چېنل سره تر ۱۰ زرو پورې کسان غړي وو.

د هغه د ایډیټ شوو ژوندیو ویډیوګانو بشپړ ارشیفونه هم په ټیلیګرام کې د یوې ټاکلې بیې په بدل کې شته.

ما وکولای شول چې له ۶ زرو ډېرې ویډیوګانې ووینم، چې مخینه یې تر ۲۰۱۷ کال پورې رسېده.

د اې کې اې ګډونوال هماغه مهال چې دوی د هوټلونو ناخبره مېلمانه ګوري د ټیلیګرام د تبصرو په برخه کې لیکنې کوي، د هغوی پر بڼه تبصرې کوي، د خبرو په اړه اوازې جوړوي، او د هغوی جنسي فعالیت ارزوي.

کله چې یوه جوړه جنسي اړیکه پیل کړي، دوی خوشحالي څرګندوي او که څراغونه مړه کړي او خونه تیاره شي، شکایت کوي.

ښځې پرلپسې د ''بدلمنې''، ''فاحشې'' او ''سپکې ښځې'' په څېر په سپکو نومونو یادېږي.

موږ وکولای شول چې د دغو جاسوسي کمرو له ډلې یوه د چین په مرکزي ښار ژنګژو کې د بېلابېلو نښو په یو ځای کولو، د ګډونوالو له معلوماتو، د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له پیغامونو او زموږ د خپلې څېړنې له لارې د یوه هوټل په خونې کې معلومه کړو.

څېړونکي چې په سیمه کې وو، وتوانېدل خونې ته ننوځي او کېمره یې وموندله، چې لینز یې د بستر پر لور نیولی و ، دا کېمره د دېوال د هوا استخراج (وینټیلیشن) په ځای کې پټه شوې وه او د ودانۍ د برېښنا له سیستم سره نښلول شوې وه.

یو پټ کېمره موندونکی، چې له انلاین لارې د ''هوټل مېلمنو لپاره اړین'' توکي په توګه په پراخه کچه پلورل کېده، هېڅ ډول خبرداری ورنه کړ چې دوی څارل کېږي.

ټیم وتوانېد چې پټه کېمره له فعالیته وغورځوي او خبر یې په چټکۍ سره په ټیلیګرام خپور شو.

یو ګډونوال د اې کې اې په اصلي چینل کې ولیکل، ''ژونګهوا [د کېمرې نوم] له منځه تللې!''

اې کې اې په چټ کې ځواب ورکړ: ''ډېر بد خبر دی؛ هغې خونې تر ټولو غوره د غږ کیفیت درلود!''

خو کله چې په څو ساعتونو کې اې کې اې اعلان وکړ چې په بل هوټل کې بدله کمره فعاله شوې ده، د شکایتونو ځای خوشحالۍ ونیوو.

اې کې اې خپلو ګډونوالو ته وویل: ''دا د … [زموږ د ژوندۍ خپرونې پلیټفارم] سرعت دی. اغېزمن نه دی؟''

زموږ د ۱۸ میاشتو څېړنې په ترڅ کې موږ شاوخوا ۱۲ داسې کسان پېژندلي چې د اې کې اې په څېر فعالیت یې کاوه.

هغه تبادلې چې دوی له ګډونوالو سره کولې څرګنده کړه چې دوی د نورو لوړپوړو کسانو لپاره کار کوي، چې دوی ته یې ''د کمرې مالکان'' ویل.

د اجنټانو د تبصرو له مخې دغه کسان د جاسوسي کمرو ځای پر ځای کول تنظیموي او د ژوندۍ خپرونې پلیټفارمونه اداره کوي.

له اې کې اې سره زموږ په مخامخ پیغامونو کې هغه په ناڅاپه د یوه کس د پیغام سکرین شاټ شریک کړ، چې هغه یې د ''د کمرې مالک'' باله او د پروفایل نوم یې ''ورور چون'' و.

اې کې اې ژر پیغام ړنګ کړ او په دې اړه خبرې یې رد کړې، خو موږ وتوانېدو چې ''ورور چون'' سره اړیکه ونیسو.

سره له دې چې زموږ شواهد ښيي هغه اې کې اې ته د ژوندۍ خپرونې وېبپاڼه ورکوله، ورور چون ادعا وکړه چې هغه یوازې یو بل د خرڅلاو اجنټ دی، که څه هم داسې ښکاري چې هغه منلې چې د وړاندې کولو لړۍ د هغه په څېر له خلکو هاخوا هم غځېدلې ده.

څه چې څرګند دي، دا دي چې دلته د پاموړ پیسې شته چې لاسته راوړلای کېږي.

د چېنل د ګډونوالو شمېر او د ګډون فیسونو پراساس، بي ‌بي ‌سي اټکل کوي چې یوازې اې کې اې له تېر اپریل راهیسې لږ تر لږه ۱۶۳,۲۰۰ یوانه یا ۲۲۰۰۰ ډالر ګټلي دي.

د چین د احصایې دفتر په وینا د تېرو کلونو اوسط کلنۍ عاید ۴۳۳۷۷ یوانه ۶۲۰۰ ډالر و.

Eric and Emily never go out without wearing hats now, for fear they might be recognised
د عکس تشریح، ایریک او ایمیلي اوس له خولیو پرسرولو پرته بهر ته له دې ډاره نه ځي، چې وبه پېژندل شي.

په چین کې د جاسوسي کمرو پلور او کارونې په اړه سخت قوانین پلي کېږي، خو موږ وکولای شو چې په هواکینګبې کې د هېواد تر ټولو لوی الکترونیکي بازار کې نسبتاً په اسانۍ سره یوه وپېرو.

د هغو کسانو کره شمېر چې د جاسوسي کمرې له لارې د بربنډو مواد په تړاو محکمو ته وړاندې شوي، موندل ډېر ستونزمن دي.

د چین چارواکو په وروستیو کلونو کې د عدلي قضیو جزئیات خورا لږ شریک کړي، خو هغه قضیې چې موږ موندلې د چین له شمالي جیلین ولایت څخه تر سویلي ګوانګډونګ پورې وې.

بلو لي، د هانګ کانګ په مرکز کې د یوې غیر دولتي موسسې راین لیلي غړې، چې قربانیانو سره له انټرنېټ نه په پټه د اخیستل شویو فلمونو لېرې کولو کې مرسته کوي، وايي چې د دوی د خدماتو غوښتنه زیاته شوې، خو دا کار ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.

هغې وویل، ټیلیګرام هېڅکله د راین لیلي غوښتنو ته د لېرې کولو لپاره ځواب نه ورکوي، دوی اړ دي چې د ډلې مدیرانو سره اړیکه ونیسي، هماغه کسان چې جاسوسي بربنډ مواد پلوري یا شریکوي او هغوی خورا لږ داسې کوي، چې ځواب ورکړي.

بلو لي وايي: ''موږ باور لرو چې ټیکنالوژۍ شرکتونه د دې ستونزو د حلولو په برخه کې ستر مسوولیت لري. ځکه دغه شرکتونه بې پرې پلیټفارمونه نه دي؛ د هغوی پالیسۍ ټاکي چې مواد څنګه خپرېږي.''

بي‌ بي‌ سي خپله د ټیلیګرام د راپور ورکولو سیستم له لارې وویل چې اې کې اې او ورور چون او هغه ډلې چې دوی یې اداره کوي، د ټیلیګرام له لارې جاسوسي بربنډ مواد شریکوي، خو ټیلیګرام نه ځواب ورکړ او نه یې کوم اقدام وکړ.

۱۰ ورځې وروسته، کله چې بي ‌بي‌ سي د خپلې بشپړې څېړنې پایلې ورکړې، ټیلیګرام وویل: ''د غیر رضایت لرونکي جنسي موادو شریکول د ټیلیګرام د خدمت شرایطو له مخې په څرګنده توګه منع دي'' او ''موږ په فعاله توګه منځګړیتوب کوو… او د راپور شویو [ناوړه محتوا] غوښتنې منو، چې هره ورځ میلیونونه زیانمنونکي مواد لېرې کړو.''

موږ په رسمي ډول ورور چون او اې کې اې ته څرګنده کړه چې دوی د خبرو هوټلونو مېلمنو د استحصال له لارې ګټه ترلاسه کوي.

هغوی ځواب ورنه کړ، خو څو ساعته وروسته هغه ټیلیګرام حسابونه چې د موادو د اعلان لپاره یې کارول، ښکاريدل چې ړنګ شوي دي.

خو هغه وېبپاڼه چې اې کې اې ماته د لاسرسي لپاره وپلورله، لا هم د هوټل مېلمنو ژوندۍ خپرونې کوي.

اېریک او اېملي د خپلې تجربې له کبله رواني پلوه ځورېدلي دي.

دوی تل په عامه ځایونو کې خولۍ پرسروي چې ونه پېژندل شي، او هڅه کوي هوټلونو کې پاتې نه شي.

اېریک وايي، هغه نور د دې ټیلیګرام چېنلونو نه د بربنډو ویډیوګانو لپاره کار نه اخلي، خو بیا یې هم کله ناکله ګوري، ځکه وېرېږي چې ویډیو یې ښايي بیا راښکاره شي.

کیټ براون، بریجټ وینګ او منګیو دونګ هم د دې رپوټ چمتو کولو کې مرسته کړې.