غزه کې د يوه وژل شوي هلک کيسه

د ویډیو تشریح، غزه کې د يوه وژل شوي هلک کيسه
غزه کې د يوه وژل شوي هلک کيسه

غزه کې پرون د اسرائيلو هوايي ګوزار کې د راپورونو له مخې له ۵۰ ډېر کسان وژل شوي، ۱۷ په کې داسې سيمه کې وو، چې له وړاندې خوندي بلل شوې وه. د اسرائيلو پوځ وايي حماس وسله وال د ملکيانو ترمنځ پټېږي. غزه کې د روغتیا وازرت وايي د جګړې له پيله دې سيمه کې له ۳۸ زرو ډېر کسان وژل شوي دي. فرګال کین، د يو واړه هلک پر مرګ راپو رالېږلی چې ډاون سنډروم ځانګړی حالت یې لاره. دی شجاعيه کې اوسېده، چې سخته جګړه په کې روانه ده، او تېره اوونۍ پرې اسرائيليو ځواکونو بريد کړی و.. يوه يادونه دا چې د دغه راپور ځينې برخې ښايي درته خواشينوونکې وي.