د غزې ټپي، وږي او یوازې پاتې یتیم ماشومان، شمېر یې نږدې "نولس زره" دی

ب
د عکس تشریح، ددې ماشومې مور نوره ژوندۍ نه ده چې په هغې نوم کېږدي.

په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریالې یولاندي نیل په خپل رپوټ کې د ګڼو داسې ماشومانو کیسې را اخیستې چې د روانې جګړې له امله یې د کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي او د پالنې څوک نه لري.

رپوټ کې لومړی د هغې نوې زیږېدلې ماشومې کیسه راغلې چې په جګړه کې زیږیدلې خو مخکې له دې چې مور یې په غیږ کې واخلې یتیمه شوې ده.

ددې ماشومې مور د اسرائیلو په هوایي برید کې ټپي شوې وه خو په روغتون کې یې د جراحي عملیاتو په ترڅ کې لور پیدا او خپله مړه شوه.

د الشفا روغتون نرسه وردة العواودة چې د یتیمو ماشومانو پالنه کوي وایي: "موږ یوازې د خپلې مور حنا ابو امشا نوم پرې کېښود."

د روانې جګړې په لمبو کې چې نږدې هرڅه یې سوځولي او کورنۍ یې سره پاشلې دي، ډاکټران او مرستندویان هڅې کوي د هغو ماشومانو پالنه په غاړه واخلي چې یوازې پاتې دي.

پالونکې یې وایي:" موږ یې له کورنیو سره اړیکه نه شو نیولی، هیڅ خپل خپلوان یې دلته نه دی راغلی، ان نه پوهېږو چې پلار سره یې څه شوي"

ماشومان چې د غزې د دوه اعشاریه درې میلیونه وګړو نیمایي هغه جوړوي ددې ظالمانه جګړې له امله یې ژوندونه پاشل شوي دي.

د فلسطین روغتیایي چارواکي وایې، سره له دې چې اسرائیل ادعا کوي چې ملکي خلک نه په نښه کوي او ډېرو ته یې له وړاندې د سیمو د وتلو امر کړی، خو له "یوولس نیم زره" ډېر ماشومان چې عمرونه یې له اتلس کلونو ټیټ دي وژل شوي، لویه برخه نور ټپیان او یا هم یتیمان شوي دي.

ب
د عکس تشریح، ابراهیم چې د روغتون په کټ پروت دی، په توغنديي برید کې یې خور، مور او نیکه له لاسه ورکړي.

د کره شمېرو تر لاسه کول لاهم ستونزمن دي خو د اروپا - مدیترانې بشري حقونو څار ډله چې یوه غیر دولتي اداره ده وایي، له ۲۴ زرو ډېرو ماشومانو له مور او پلار څخه یو او یا هم دواړه له لاسه ورکړي.

لس کلن ابراهیم ابو موسي هغه مهال په پښه او ګېډه کې ټپي شو چې په کور یې توغندی ولګېد، خپل درد ترې هېر دی، په خپلې وژل شوې مور، خور او نیکه پسې ژاړي.

هغه چې د خپل پلار لاس یې ټینګ نیولی وو وایي:" دوی همدا را ته ویل چې هغوی د روغتون په بر پوړ کې تر درملنې لاندې دي، خو هغه وخت په هرڅه پوه شوم چې د هغوی انځورونه مې د پلار په ټلیفون کې ولیدل، دومره مې وژړل چې ټول بدن مې په درد شو."

حسین او د کاکا زامنو به یې ګډې لوبې کولې، خو اوس د غزې په مرکز کې د هغه هدیرې سره ناسته وي چېرته چې د هر یوه پلار یا مور او یا هم دواړه خښ دي.

عابد حسین چې اوس د کډوالو په کمپ کې اوسېږي وایي:" توغندی زما په مور ولګېد او ټوټې ټوټې یې کړه، څو ورځې موږ د هغې د بدن ټوټې له کنډوالو راټولولې" کله چې دوی راته وویل چې مور، کاکا او ټوله کورنۍ مې وژل شوې، داسې احساس مې وکړ چې په زړه کې مې اور بل دی او وینې ترې څاڅي."

بل
د عکس تشریح، کینزا چې پلار یې له لاسه ورکړی وايي" دلته هرڅه غم لړلي دي"

د کینزا حسین پلار هغه وخته د توغندي ښکار شو چې خپل کور نه په ډوډۍ پسې را وتلی وو.

کینزا همدومره په یاد لري:" سترګې یې راوتلې وي او ژبه یې پرې وه."

دغه یتیمه نجلۍ وایي ټول خلک یوازې د جګړې بندېدل غواړي.

په غزه کې اوس هرڅوک مرستو او د ژوندي پاتې کېدو لپاره لاس نیوي ته اړتیا لري.

د ملګرو متلونو د شمېرو له مخې یو اعشاریه اووه میلیونه خلک بې ځایه شوي دي.

د ملګرو متلونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وایي لویه اندېښنه د نږدې هغو نولس زره یتیمو ماشومانو ده چې د پالنې لپاره هیڅوک نه لري.

د یونیسف د اړیکو برخې مشر جنتن کریکس وایي:" ډېر دا ماشومان د لوېدلو ودانیو په کنډوالو کې داسې مهال موندل شوي چې د کورنۍ ټول غړي یې له لاسه ورکړي وو."

ملګري ملتونه وایي ډېر دغه ماشومان یا دومره کوچني دي چې د خپلو خپلوانو نومونه نه شي اخیستی او یا هم دومره وېرېدلي چې له خبرو لوېدلي دي.

یونیسف وایي ددغه ماشومانو ساتنه او پالنه یې باید د ټولو مرستندویانو لومړیتوب وي.

له یونیسف سره همکاره یوه محلي غیر دولتي اداره یا ایس او ایس وایي دوی یوازې ۵۵ له لسو کلونو ټیټ دا ډول ماشومان ساتي.

دغه اداره وایي هڅه کوي چې ځينې ماشومان له مختلفو لارو خوشحاله وساتي ترڅو خپل غمونه هېر او راتلونکې ته یې هیله پیدا شي.

یونیسف هم وایې ټول دغه ماشومان روحي درملنې ته اړتیا لري.

د دوی په وینا یاد یتیم، ټپي او ځورېدلي ماشومان به له دایمي اوربند وروسته هم په سختو حالاتو کې خپل ژوند ته دوام ورکوي او د تیرو دردونکو پیښو له امله به خپلو احساساتو سره په مبارزه بوخت وي.