دوحه کې د غزې د اوربند په تړاو خبرې

د ویډیو تشریح، دوحه کې د غزې د اوربند په تړاو خبرې
دوحه کې د غزې د اوربند په تړاو خبرې

د امريکا، مصر او قطر امنيتي چارواکي نن دوحه کې په دې هڅه سره غونډېږي، چې غزه کې د يوه اوربند په اړه خبرې بيا راتازه کړي. حماس ټینګار کړی، دوی به د هر ډول داسې تړون برخه وي چې بايد يوه دايمې اوربند او هم له غزې د اسرائيلو ځواکنو وتلو ته ژمن وي.

د سږني کال لومړيو کې غزې ښار کې اسرائيلي ځواکونو پر الشفاء روغتون څو واره چاپې ووهلې. د بي بي سي منځني ختيځ خبريالې يولان‌ډ نېل د ژغورنې چارو کارکوونکو سره خبرې کړې، چې کنډوالې یې څېړلې، داسې حال کې د دغه روغتون ويجاړولو په اړه نړيوالې غوښتنې کېږي.