د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون څلور کلن شو؛ طالبان یې "ازادي" او مخالفان یې "توره ورځ" ګڼي

د امریکا لخوا زلمي خلیلزاد او د طالبانو له لوري ملا عبدالغني برادر دغه تړون لاسلیک کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا لخوا زلمي خلیلزاد او د طالبانو له لوري ملا عبدالغني برادر دغه تړون لاسلیک کړ.

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ورستۍ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون لاسلیک شو.

د دوحې د تړون له مخې باید د افغان دولت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو په ترڅ کې د افغانستان پر راتلونکې پرېکړه شوې وای.

د دوی ترمنځ دوحه کې اوږدې خبري وشوې، خو په افغانستان کې د جګړې اور لا پسي تود شو، چې پایله کې یې لومړی د افغانستان بېلابېلو ولسوالیو او بیا ولایتونو یو په بل پسي سقوط وکړ او بالاخره طالبانو د خبرو له لارې نه، بلکي د زور له لارې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ د دویم ځل لپاره افغانستان کې واک ولکه کړ.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې تړون د لاسلیک څلورم کال په مناسبت ویلي ځاني او مالي زیانونو امریکایان ستړي او مجبور کړل، چې له دوی سره خبرو ته کیني.

ښاغلي مجاهد د میهن نیوز په نامه له یوې کورنۍ رسنۍ سره خبرو کې امریکایان تورن کړل، چې ۱۷۰۰ ځلې یې د دوحې له تړونه سرغړولی دی.

هغه ادعا وکړه، چې د طالبانو لوري د دوحې له تړونه سرغړونه نه ده شوې او څه باندې دوه نیمو کلونو کې له افغانستان بل هېڅ هېواد ته کوم ګواښ نه دی پېښ شوی.

ښاغلی مجاهد وايي: ''لومړی خو د متن خبره وه، چې دوی به ۱۴ میاشتو کې وځي، خو دوی تخطي وکړه، له ۱۴ میاشتو زیات وخت یې ونیو، بل لور زموږ د بهرنیو چارو محترم وزیر چې په مذاکراتو کې و، وویل چې موږ د امریکایانو ۱۷۰۰ تخطۍ ثبت کړې او له دوی سره مو شریکې کړې.''

مجاهد وايي مخکیني حکومت نه غوښتل چې امریکایان ووځي

ذبیح الله مجاهد

د عکس سرچینه، TASNIM

ښاغلی مجاهد وايي، امریکایانو ژمنه کړې وه، چې له دوحې هوکړې وروسته به له رامنځته کېدونکي حکومت سره ښه اړیکي پالي، له افغانستان سره به مرستې کوي، د دغه هېواد پر ضد به اقدامات نه کوي او د بندیزونو لیستونه به لېرې کېږي، خو د نوموړي په وینا دغه ژمنې لا نه دي عملي شوې.

د طالبانو ویاند د افغانستان مخکینی حکومت هم تورن کړی، چې د ده په خبره د دوحې خبرو د سبوتاژولو هڅه یې کوله او نه یې غوښتل چې امریکایان له افغانستانه ووځي.

خو مخکې امریکايي چارواکو او یو شمېر بنسټونو بیا بیا د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې، چې د دوحې په تړون کې کړې ژمنې یې نه دي پوره کړي.

د دوحې د خبرو ګډونوال وايي،‌ طالبانو افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو، د بشري حقونو د رعایتولو او د القاعده په څېر بهرنیو وسله والو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازې نه ورکولو ژمنې کړې وې، خو اوس یې نور سیاسي ګوندونه او جریانونه څنډې ته کړي او د نجونو پر زدکړو او کار یې بندیز لګولی دی.

دوحه کې د طالبانو دفتر مشر سهیل شاهین له بي بي سي سره خپله تازه مرکه کې ویلي، چې دوی د نجونو د زدکړو او د مېرمنو د کار له حقه چورلټ انکار نه دی کړی، "د اصولو او ارزښتونو په چوکاټ کې" ورته ژمن دي او دا چې دغه ستونزه به "په خپل وخت کې" حل شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د دې ورځې په تړاو د طالب پلوي یو ډول او مخالفان یې بل ډول نظر لري. پخپله طالبان یې "د ازادۍ" ورځ بولي،‌ خو د دوی مخالفان یې "توره ورځ" ګڼي.

انس حقاني چې د طالبانو له مخکښو غړو بلل کېږي، پر اېکس لیکلي چې د دوحې تړون د "استقلال او کرامت" ورځ ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د امریکا او طالبانو ترمنځ دوحې تړون افغانستان لپاره د امریکا په خټه افغان ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو له لوري ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړ.

په دغه تړون کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شو.