د کرېمیا لرغونې خزانه څنګه اوکرایین ته وسپارل شوه؟

د ویډیو تشریح،
د کرېمیا لرغونې خزانه څنګه اوکرایین ته وسپارل شوه؟

د لرغونو توکو د خزانې یوه ټولګه وروسته له هغه اوکرایین ته وسپارل شوه، چې روسیې هم د ملکیت لپاره نژدې یوه لسیزه مبارزه وکړه. دا ټولګه د امسټرډام الارډ پیرسن موزیم ته هغه مهال په پور ورکړل شوې وه چې روسیې په ۲۰۱۴ کې کرېمیا له خپلې خاورې سره ضمیمه کړه. دواړو اوکرایین او روسیې ددغو توکو د ملکیت ادعا کوله، خو د هالنډ محکمې د کېیف ملا وتړله.