د کاتولیکې کلیسا نوی مشر څوک دی؟

پاپ

د عکس سرچینه، EPA-EFE/Shutterstock

    • Author, پال کربي
    • دنده, د اروپا لپاره ډیجیټل څانګه

د سنټ پیټرزبرګ بیسلیکا له بالکونه د کاتولیک مسیحیانو د نوي پاپ نامه له اعلان مخکې هلته یو ځای شویو خلکو د ''ژوندی دي وي پاپ'' شعارونه ورکول.

۶۹ کلن رابرټ پرووسټ ۲۶۷ م پاپ دی، چې د لیو څورالسم لقب ورکړل شوی او د کاتولیک مسیحیانو د مذهبي مشر یا پاپ مقام ته رسېږي.

که څه هم دی د لاتین امریکا کارډینل په حیث پېژندل کېږي، ځکه په پیرو کې یې د مبلغ په حیث څو کلونه تېر کړي، خو نوموړی لومړنی امریکایی بلل کېږي، چې د پاپ په توګه ټاکل کېږي.

رابرټ پرووسټ ۱۹۵۵ کال کې د امریکا په شکاګو کې زېږېدلی.

په ۱۹۸۲ کې د پادري یا کشیش حیثیت موندلی او له هغه درې کاله وروسته پیرو ته لاړ، خو امریکا ته یې تګ-راتګ درلود.

دی د پیرو تابعیت لري او داسې څوک بلل کېږي، چې د بیوزلو د خیر-ښېګړې لپاره یې هلې ځلې کړې او د ځايي کلیساوو تر منځ یې د اړیکو په رغاونه کې زیار ایستلی.

نوموړي تر لسو کلونو پورې د ځايي پادري په توګه کار کاوه او بیا یې د ټرجېلو سیمې په یوه مذهبي ښوونځي کې د ښوونکي دنده درلوده.

نوي پاپ په انګریزي او ایټالوي ژبو واټیکن کې زرګونو پیروانو ته وینا وکړه: ''پر تاسې دې سلامتي وي. وروڼو او خوېندو، زه تاسې ته، ستاسې کورنیو ته، هر چېرې چې یاست، د پخلاینې سلام استوم.''

نوموړي په درناوي د مخکیني پاپ فرانسس یادونه او ستاینه وکړه. د یادونې ده، چې مخکیني پاپ له ټاکل کېدو یو کال وروسته اوسنی پاپ د پیرو چیکلائیو ښار بشپ یا اسقف په توګه ګومارلی و.

رابرټ پریوسټ له پاپ فرانسس سره د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې اخیستل شوی تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رابرټ پریوسټ له پاپ فرانسس سره د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې اخیستل شوی تصویر

نوي پاپ په خپله وینا کې وویل، ۳۰ کلن و، چې پیرو ته تللی و.

ده د هغو ټولو کاردینالز مننه وکړه، چې د دوه ورځني (کنکلیو) بهیر کې یې دی د پاپ په توګه ټاکلی.

د یادونې ده، چې دی د ټولو کارډینالز په منځ کې یو پېژندل شوی شخصیت دی، ځکه چې د لاتینې امریکا د بشپانو د دولتي شورا مسوول و. دا اداره د کاتولیک کلیسا د بشپانو د حساس انتخاب او څارنې مسوولیت لري.

د نوي پاپ په ټاکنه کې برخه اخیستونکي ۸۰ سلنه کارډینالز مخکیني پاپ فرانسس ټاکلي و، ځکه د نوي پاپ په توګه د پریوسټ ټاکنه ډېره د حیرانۍ خبره نه بلل کېږي.

ده ته به اوس د یوه داسې شخصیت په نظر کتل کېږي، چې په کاتولیک کلیسا کې د اصلاحاتو هغه لړۍ پرمخ یوسي چې پاپ فرانسس پیل کړې وه.

که څه هم دی امریکایی دی او په کاتولیک کلیسا کې به د بېلابېلو وېشونو په هکله معلومات لري، خو د ده لاتین شالید هم له ارجنټاینه د راغلي پاپ د لړۍ ښکارندويي کوي.

که څه هم په پیرو کې د ارچ بشپ په توګه دی هم د جنسي زور زیاتي له رسوایو خوندي پاتې نه شو، خو د ده (ډائوسز) داسې هر احتمال رد کړ، چې ګواکې دی به داسې کومه قضیه کې ښکېل و.

له کنکلیو مخکې د واټیکن ویاند ماتیو بروني وویل، له کانکلیو څو ورځې مخکې د کارډینالز کالج په غونډو کې پر داسې یوه پاپ ټینګار کېده چې ''چې د یوې داسې کلیسا د مشرتوب وړ وي چې یوازې تر کلیسا پورې محدود نه وي، بلکې بهر ووځي او په تیارې کې د ډوبې نړۍ رڼا کولو وړتیا ولري.''