عیني شاهد؛ ننګرهار کې ۲۰ کسان څنګه ډوب شول
عیني شاهد؛ ننګرهار کې ۲۰ کسان څنګه ډوب شول
رپوټونو کې ویل شوي، د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د یوې کښتې ډوبېدو پېښه کې ۲۰ کسان مړه شوي دي.
د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي پېښه د مومند درې ولسوالۍ په باسول سیمه کې نن شنبه ګهیځ نژدې اوه نیمې بجې رامنځته شوې ده.
ویل کېږي په دې کښتۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ کسان ناست وو، چې په سیند کې ډوبه شوه.
د رپوټونو له مخې د ډوبې شوې کښتۍ له سپرلیو پنځه کسان ژغورل شوي او ۲۰ کسان په پېښه کې مړه شوي دي.



