څنګه د یوه زنګ وهلي موټر بیه یو میلیون پونډو ته ورسېده

د ویډیو تشریح، په ویډیو کې د موټر څښتن د بي بي سي انګرېزۍ برخې ته غږېږي.
    • Author, مټیو ریچارډز
    • دنده, بي بي سي

د ۱۹۶۰ لسیزې 'جېمز بانډ' په بڼه استون مارټین ډي بي ۵ ډوله موټر چې له کاره لوېدلی و او د کوڅو ماشومانو پرې لوبې کولې ورغول شو او اوس یو میلیونه پونډه ارزښت لري.

د برېتانیا د ویلز اوسېدونکي ۷۱ کلن جان ویلیمز ، دا موټر په ۱۹۷۳ کال کې په داسې حال کې، چې دویم لاس و، په ۹۸۵ پونډه واخیست، چې دا نن ورځ شاوخوا ۱۵,۰۰۰ پونډه کېږي.

هغه دا موټر، چې په 'ګولډ فینګر'او 'تندربال' فلمونو کې مشهور شو، وروستی ځل په شل کلنۍ کې چلولی و، بیا یې د کور مخې ته همداسې پرېښود چې زنګ وواهه او له کاره ولوېد.

د جېمز بانډ لوبغاړی شان کانري (Sean Connery) د 'ګولډ فینګر' (Goldfinger) فلم پر سیټ د ۱۹۶۴ کال استون مارټین ډي بي ۵ (Aston Martin DB5) موټر سره لیدل کیږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جېمز بانډ فلمي لړۍ ممثل شان کانري د 'ګولډ فینګر' (Goldfinger) فلم پر سیټ د ۱۹۶۴ کال استون مارټین ډي بي ۵ (Aston Martin DB5) موټر سره لیدل کېږي.

ښاغلي ویلیمز د موټر د درې کلنې رغونې لپاره ۴۰۰,۰۰۰ پونډه سپما کړي وو. دا موټر د برېتانیا په بکینګهم شئر سیمه کې د استون مارټین کارخونه کې ورغول شو. هلته متخصصینو باید ۲,۵۰۰ ساعته ترمیمي کار تر سره کولو دمخه د موږکانو ځاله هم ترې لېرې کړې وای، موټر له پرېمانه خځلو ډک وو.

ښاغلی ویلیمز په استون مارټین موټرو هغه وخت مئین شو کله چې په اتو کلونو کې ورته یوه لوبډارۍ (toy car) ورکړل شو، او تر ۱۹ کلنۍ پورې یې دومره پیسې سپما کړې وې چې په یوه موټري مجله کې اعلان شوی موټر وپېري.

خو د ۱۹۷۰ لسیزې په پای کې په منځني ختیځ کې د دندې له موندلو وروسته، ډي بي ۵ موټر په ګودام کې وساتل شو، او بیا د کور مخې ته ازاد چاپېریال کې پرېښودل شو چې ماشومان په کې ولوبېږي.

د هغه میرمنې، سوزان، وویل: "د ګاونډیانو ماشومانو پر بونټ (مخکنۍ برخه) ټوپونه وهل." بیا یوه یې پر چت ټوپونه وهل او فکر یې کاوه، 'ایا کار کوي؟' ځکه چې هغه د بانډ فلم لیدلی و او فکر یې کاوه چې راپورته به شي."

'سپما او قرباني'

یوازې ۱,۰۲۲ ډي بي ۵ موټرونه د ۱۹۶۳ او ۱۹۶۵ کلونو ترمنځ جوړ شوي وو. دا موټرې هغه مهال خورا مشهورې شوې کله چې جېمز بانډ، په شان کانري فلم کې ولوبېد او یو داسې موټر یې چلاوه چې د ایجکټر څوکۍ (ejector seat) او څرخیدونکي نمبر پلیټونه یې درلودل.

د ښاغلي ویلیمز ډي بي ۵ وانټیج موټر چې په سپینو زرو- بیچ خړ رنګ کې دی په نړۍ کې له ۳۹ ورته ماډلونو یو دی.

د موټر داخلي برخه په داسې حال کې چې څوکۍ یې خاورې وې، او په ګلاب بکس (Glove box) کې ډېر کثافات او کاغذونه پراته وو.

د عکس سرچینه، Marc Bow/Timbuktu Content

د عکس تشریح، کله چې دا موټر د کور مخې ته همداسې بې برخلیکه پاتې و،موږکان په کې لیدل کېده.

ان په دې حالت کې چې موټر د دوی له کوره بهر زنګ وهلی و او د چلولو وړ نه و، استون مارټین بیا هم د موټر ارزښت ۵۰۰,۰۰۰ پونډه اټکل کړی و، دا په دې معنی وه چې جوړې د پلورلو په اړه فکر کاوه. او دوی ته وړاندېزونه کېدل.

سوزان زیاته کړه: "پیسې او حقیقت ورسره تړلي دي" هغه د پخلنځي پر میز ناست و د بي بي سي خبریال ته یې وویل، 'ستا څه فکر دی؟''

"هغه ځواب ورکړ'ښه، ته به هیڅکله بل داسې موټر ترلاسه نه کړې.''

"نو هغه وویل، 'نه، موږ یې ساتو.''

پریکړه وشوه، او دوی وویل چې څنګه یې د درې کلنې رغونې لپاره "سپما او قرباني" ورکړه.

د موږکانو ځالې له لېرې کولو وروسته، تخنیکرانو ساعتونه ساعتونه د پرزو پر بدلولو او د اصلي رنګ د ځانګړتیاوو په ترمیم ولګول.

دغه جوړه به ورکشاپ ته په منظم ډول ورتله چې د موټر رغېدنې چارې وګوري.

اوس چې کار بشپړ شوی، د موټر جوړونکي یې ارزښت یو میلیونه پونډه اټکل کړی دی.

'دا دومره یو زړه راښکونکی موټر دی چې پام وراوړي'

د استون مارټین تاریخ لیکونکي سټیو واډینګهم وویل: "نژدې اسانه به وي چې یو نوی موټر جوړ شي، خو په حقیقت کې د داسې یو ډېر زنګ وهلي موټر ترمیم او په کې د نویو برخو ځای پر ځای کول ډېر مهارت او زغم ته اړتیا لري."

د استون مارټین خراب شوی چیسس (Chassis) په داسې حال کې چې په یوه ورکشاپ کې ترمیم ته چمتو کیږي.

د عکس سرچینه، Marc Bow/Timbuktu Content

د عکس تشریح، ترمیم (رغولو) یې "ډېر زیات مهارت او زغم" ته اړتیا لرله.

خو هغې وویل چې دا هڅه بې ارزښته نه ده، او زیاته یې کړه: "دا دومره یو زړه راښکونکی موټر دی چې انسان کشوي، بوی، احساس، او هغه غږ چې دا یې لري." هغه وايي "دا هرڅه ډېر ځانګړي دي او هغه مشهورې فلمي صحنې له ذهنه نه شي وتلی."

جان له ۴۵ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره له موټر چلولو وروسته وویل: "اوس باید له هغه وخت هم ښه وي کله چې نوی له فابریکې راوتلی و."

"دا حیرانوونکی و. کاش دوی پر ما هم یو څه کولی چې بیا ۲۷ کلن ښکاره شم. زه نن خامخا د ۲۷ کلن احساس کوم."

جان او سوزان په سپینو زرو-بیچ خړ موټر کې ناست دي او ډشبورډ (Dashboard) ته ګوري، په داسې حال کې چې د استون مارټین یو کارکوونکی له موټر څخه بهر ورته موسکا کوي.

د عکس سرچینه، Dominic Fraser/Aston Martin Works

د عکس تشریح، مالي فشارونه د دې لامل شول چې جان او سوزان ویلیمز نږدې وو چې موټر وپلوري.

سوزان مخکې یوازې په موټر کې هغه وخت ناسته وه کله چې موټر له ګودامه تر ایستلو وروسته وړل کېده.

هغې له جان سره په موټر کې له خپل لومړي ریښتینې سفره خوند واخیست او زیاته یې کړه: "د دې غږ خورا په زړه پورې و."

"او کله چې موږ یو څه ګړندي روان وو، ما فکر وکړ، 'هو، یو څه نور هم ګړندی ولاړ شه. راځئ وګورو چې څه کولی شي.''

که څه هم جان خپله د ژوند اوږد مهاله هیله پوره کړه، هغه وویل چې تمه نه لري، موټر به ډېرو ځایونو ته بوځي، او ویې ویل: "تاسو محدود یاست چې چیرته یې وړئ او چیرته یې پرېږدئ."

" هوا پرې اغېز کوي."

"زه نه غواړم چې د اوبو لویو ډنډونو کې یې تېر کړم، ما یو ځل غفلت کړی دی. زه به بیا داسې ونه کړم."