د طالبانو حکومت: د "کرنې او سوداګرۍ پراختیا" لپاره دولتي شرکتونو ته یو میلیون جریبه ځمکه لېږدول شوې

د امارتي شرکتونو ریاست

د عکس سرچینه، IGDE

    • Author, سید ولي ناصر
    • رپوټ له:, بي بي سي - لندن

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د دوی د رهبر مولوي هبیت الله اخوندزاده د فرمان له مخې، د 'امارتي شرکتونو لوی ریاست' ته له یو میلیون جریبو څخه زیاته دولتي ځمکه 'لېږدول' شوې ده.

د 'امارتي شرکتونو' عمومي مشر مولوي احمد جان بلال ولس ته د حکومت د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، دغه ځمکه به د کرنیزو او سوداګریزو موخو لپاره وکارېږي.

د ښاغلي بلال په باور، د یادې کچې ځمکې له ابادولو سره به د 'امارتي شرکتونو' د پانګونې او ارزښت برخه کې ستر بدلون رامنځ ته شي.

ښاغلي بلال د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې پر یاده ځمکه د کېدونکو فعالیتونو په اړه نور جزیات ور نه کړل.

ښاغلي بلال وویل، د اصلاح شویو تخمونو د تولید لپاره د ۵۰ زره جریبه ځمکې د (تخصیص) هوکړه‌لیک لاسلیک شوی دی او ترڅنګ یې د اصلاح شویو تخمونو د تولید زیاتولو لپاره هم ۱۳ ماشینونه پېرل شوي چې هر یو یې په یوه ساعت کې د ۲ زره کیلو ګرامو تخمونو د تصفیه کولو کولو وړتیا لري: "همدا اوس هم د قوشتېپې کانال په ساحه کې د اصلاح شویو تخمونو شرکت عملا کار پیل کړی او هلته یې ځمکې کرلې دي."

د ښاغلي بلال په ټکیو، راتلونکې کې به د اصلاح شویو تخمونو د تولید چاره لا ګړندۍ شي او له دغې لارې به د قوشتېپې کانال د کرنیز کمپلیکس لپاره د اړتیا وړ اصلاح شوي تخمونه تولید شي.

امارتي شرکتونه څه دي؟

د امارتي شرکتونو لوی ریاست مشر مولوی احمد جان بلال د یو کلنو لاس ته راړونو د تشریح په پروګرام کې د خبرو پر مهال

د عکس سرچینه، د امارتي شرکتونو لوی ریاست

د عکس تشریح، د امارتي شرکتونو لوی ریاست مشر مولوی احمد جان بلال د یو کلنو لاس ته راړونو د تشریح په پروګرام کې د خبرو پر مهال

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د "امارتي شرکتونو" اصطلاح د دولتي شرکتونو لپاره کاروي.

د طالبانو حکومت د مشر مولوي هیبت الله خوندزاده د یو فرمان له مخې، ټول دولتي شرکتونه چې پخوا د بېلابېلو وزارتونو اړوند وو، تر یو چتر لاندې را ټول او د "امارتي شرکتونو د لوی ریاست" تر نامه لاندې تنظیم شوي دي.

د طالبانو د حکومت د 'امارتي شرکتونو' په ډله کې دمګړۍ ۴۴ شرکتونه فعالیت کوي چې مهم هغه یې د برېښنا شرکت، د اریانا افغان هوايي شرکت، د افغان پوسټ شرکت، د نفت او ګازو شرکت، د ملي انکشاف شرکت او ځینې نور دي.

د اماراتي شر کتونو عمومي رییس مولوي احمد جان بلال وویل چې د کانونو د استخراج په برخه کې یې هم د یوه نوي حکومتي شرکت د جوړولو تابیا کړې ده.

د دولتي یا امارتي شرکتونه ګټه وټه؟

د 'امارتي شرکتونو د لوی ریاست' د معلوماتو له مخې، دغه شرکتونه د ښه فعالیت، کارموندنې او کاري موثریت د لوړولو لپاره تر یوه چتر لاندې راټول شوي دي.

د یاد ریاست مشر مولوي احمد جان بلال وویل، دغه شرکتونه موږ ته په دغسې یوه وضعیت کې را پاتې وو چې د غوڅ اکثریت کارونه یې له صفر پیل شوي دي: " د امارتی شرکتونو په عوایدو کې پاموړ ښه والی راغلی دی چې په تېر مالي کال کې یې د دولتي کار کوونکو د معاشونو په اجرا کې پاموړ ونډه واخیسته."

ښاغلي بلال زیاته کړه، د تېر کال په جریان کې د 'اماراتي شرکتونو' عواید تر ډېره د هماغو شرکتونو پر بیارغونه او انکشاف لګول شوي دي: "څه موده وړاندې د دولتي فابریکو (کمپلیکس) پرانیستل شو چې ټول لګښت یې د ملي انکشاف شرکت له عوایدو ور کړل شوی دی. د 'امارتي شرکتونو' د تقویت لپاره هیڅ پیسې نه دي ور کول شوي، بلکې د دغو شرکتونو عواید بېرته پر اړوند انکشافي او تقویتي پروژو لګېدلي دي."

د برېښنا اړوند فرصتونو د پانګونې کنفرانس

د 'امارتی شرکتونو' تر چتر لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت مشر ډاکټر عبدالباري عمر هم د دغه شرکت د تېر کال لاس ته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل.

ښاغلي عمر وویل، د برېښنا د ځیرکو میټرونو د نصبولو پروسه وروستۍ شوې او ډېر ژر به ډیجیټل میټرونه په ځیرکو هغو بدل شي: "د ځیرکو میټرونو په نصب سره د برېښنا بیلونو د چاپ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځ ته کېږي."

نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې ډېر ژر به په کابل کې د برېښنا په برخه کې د فرصتونو د معرفۍ کنفرانس جوړ کړي چې ګڼ کورني او بهرني شرکتونه او پانګ‌وال به په کې برخه واخلي.