ایا د الوتکو غورځېدو پېښې ډېرې شوې دي؟

"په تېرو دوو لسیزو کې په ټولیز ډول د الوتکو د لوېدو پېښې کمې شوې دي"

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، "په تېرو دوو لسیزو کې په ټولیز ډول د الوتکو د لوېدو پېښې کمې شوې دي"

د څو الوتکو له لوېدو وروسته د ټولنیزو رسنیو ځینې کاروونکي داسې انګېري چې د هوایي سفرونو پېښې ډېرې شوي دي.

د ۲۰۲۴ کال د ډ‌یسمبر پر ۲۹مه، د 'جیجو ایر' هوايي شرکت مسافر وړونکې الوتکه په سوېلي کوریا کې د ناستې پر مهال وغورځېده چې ۱۷۹ کسان په کې ووژل شول.

یوه میاشت وروسته، په واشنګټن ډي‌سي کې یوه پوځي چورلکه له مسافر وړونکې الوتکې سره ټکر شوه، چې ۶۷ کسان په کې ووژل شول.

په دې وروستیو کې د 'ایر اینډیا' هوايي شرکت یوه الوتکه چې تازه له احمد اباده الوتې وه، ولوېده چې له امله یې ۲۶۱ کسان ووژل شول.

که څه هم د الوتکو د لوېدو پېښو اړوند نظرپوښتنې محدودې دي، خو تېره فبرورۍ کې د اسوشېټډ خبري اژانس یوه خپره شوې نظرپوښتنه وايي، د لوېدلیو الوتکو کوم عکسونه چې پر انلاین خپاره شوې، په ټوله کې یې د الوتنو پر 'خوندیتابه' د ځینو امریکایانو باور لړزولی دی.

خو د بي‌بي‌سي د حقیقت موندنې څانګې (بي‌بي‌سي‌ ویریفای) د ټولې نړۍ د الوتنو اړوند معلومات ارزولي او موندلې یې ده چې په تېرو دوو لسیزو کې په ټولیز ډول د الوتکو د لوېدو پېښې کمې شوې دي.

د امريکا د ملي ترانسپورټ د خوندیتوب بورډ (NTSB) شمېرې ښيي چې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۲۴ کاله په امریکا کې د الوتنو په شمېر کې پاموړ زیاتوالی راغلی، خو د پېښو شمېر یې بیا برعکس کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ملکي هوايي چلند ادارې (ICAO) معلومات هم ښيي چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په نړیواله کچ د هرو یو میلیون الوتنو پر سر د الوتکو د غورځېدو پېښې کمې شوې دي.

د الوتکې له پېښې د ملګرو ملتونو د ملکي هوايي چلند ادارې تعریف خورا پراخ دی او د الوتکې د عملې د ژوبلېدو یا مړینې پر پېښو سربېره په کې هغه پېښې هم راځي چې الوتکه په کې زیانمنه شوې وي او ترمیم ته اړتیا لري یا هم ورکه شوې وي.

د نړۍ په کچ هوايي پېښو کې د مړینو د شمېر په اړه معلومات هم ښیي چې په یاده موده کې د الوتکو د لوېد پېښو کې د مړینې شمېر کم شوی دي. که څه هم په ځینو کلونو کې یو شمېر لویې پېښې شوي چې په هماغو کلونو کې یې دا شمېر لوړ کړی دی.

د بېلګې په ډول په ۲۰۱۴ کال کې د الوتکو د غورځېدو په دوو داسې پېښو کې د مړینو شمېره خورا لوړه کړه.

د همدغه کال په مارچ کې د 'مالیزیا هوايي شرکت' یوه الوتکه چې ۲۳۹ کسان په کې سپاره وو، له کوالالمپوره بیجینګ ته د الوت پر مهال ورکه شوه.

د ۲۰۱۴ کال په جولای کې، د همدغه هوايي شرکت یوه بله الوتکه د ختیځ اوکراین په څنډو کې پر روسي توغندي وویشتل شوه چې نږدې ۳۰۰ کسان په کې ووژل شول.

د کیمبرج پوهنتون د احصایې برخې پروفیسر ډیویډ سپیګل هالټر، د بي بي سي وریفای څانګې ته وویل: "که تاسو د پېښو پرځای مرګ ژوبله حساب کړئ، نو دا به په یوه لویه پېښه کې خورا بې ثباته او حساس وي."

هغه وايي: "تصادفي پیښې په مساوي ډول نه پېښېږي – بلکې دوی پخپلو کې کلسټر یا څانګیز میلان لري، نو له بده مرغه موږ تمه کولی شو چې د الوتکو لوېدو پېښې داسې ښکاري لکه سره تړلې چې وي، که څه هم ښايي دغسې نه وي."

د بوینګ 737 مکس الوتکې پورې اړوند پیښو لړۍ د خلکو پام د ځان پر لور کړی دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بوینګ ۷۳۷ مکس الوتکې پورې اړوند پیښو لړۍ د خلکو پام د ځان پر لور کړی دی

د فنلنډ د هوایي څارنې پخوانی مشر اسمو الټونن، د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې د سترو پېښو لړۍ په اړه بي بي سي ته وویل، دا د الوتکو د خوندیتوب د کمښت نښه نه ده: "دا زموږ بدچانسي وه چې یوه دوره کې مو بېلابېل ډوله دغسې پېښې ولرلې، خو خلک باید د یادو پېښو پر بنسټ قضاوت ونه کړي، ځکه چې دا هره پېښه بېله قضیه لري."

ښاغلی الټونن وايي، په تېرو څو میاشتو کې د الوتکو د لوېدو ځینې پېښې د وړاندوینې وړ نه وې.

هغه د اذربایجان هوایي شرکت د الوتکې د لوېدو پېښې ته اشاره وکړه چې په تېره ډیسمبر کې د روسیې پر الوتکې ضد توغندي وویشتل شوه او په قزافستان کې راولوېده.

پخوانی پیلوټ او د نیو بکنګهم‌شایر پوهنتون استاد مارکو چان بي بي سي ته وویل، په خواله رسنیو کې د هوايي پېښو په اړه د معلوماتو خپرېدو له امله د دغو پېښو په اړه عامه پوهاوی زیات شوی دی.

په وروستیو کلونو کې د بوینګ ۷۳۷ مکس الوتکې پورې اړوند پېښو لړۍ هم په رسنیو او خواله رسنیو کې د خلکو پام د ځان پر لور کړی دی. په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې یې د الوت پر مهال کې د یوې الوتکې دروازه پرانیستل شوه.

له دې او څو نورو پېښو د را ټوکېدلیو اندېښنو له امله ځینو مشتریانو د بوینګ شرکت اړوند الوتکو کې له سفر سره پرېکون وکړ چې پایله کې یې د یاد شرکت د ونډو بیه هم ولوېده.

کارپوهانو بي بي سي ته وویل، چارواکي د ورته او ځینو لویو پېښو په اړه بشپړې څېړنې کوي او د خپلو څېړنو پایلې د پیلوټانو د روزنې مرکزونو ته لېږي چې په راتلونکي کې د ورته سناریوګانو لپاره چمتو شي.

تنظیموونکي کولی شي د الوتکې د عملې لخوا د خوندیتابه اړوند سرغړونو لپاره ځینې سزاګانې هم وضع کړي چې جریمې، د جواز ځنډول او عملیاتي محدودیتونه په کې شامل دي. که هوایي شرکتونه د خوندیتوب معیارونو ته غاړه نه ږدي، نو ځینو هېوادونو ته یې د الوتکو پر الوتنه بندیز لګول کېدلی شي.

د الوتکو پر غورځېدو او نورو اړوند پېښو سربېره په الوتکو کې سفر کول لا هم د نورو سفري وسیلو پرتله د سفر کولو خوندي بڼه ده.

د متحده ایالتونو د ترانسپورټ وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په دغه هېواد کې د سفر پر مهال د ټولو مړینو له ډلې ۹۵ سلنه یې پر سړک او یوازې ۱ سلنه یې د الوتکې د غورځېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

او که تاسو د سفري واټن له مخې د مرګ ژوبلې شمېرو ته وګورئ، نو د هوايي سفر خوندیتوب به په کې لا ښه څرګند شي.

د امریکا د ملي خوندیتوب شورا (NSC) چې په متحده ایالتونو کې غیر انتفاعي سازمان دی، د وروستیو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې، په الوتکو کې په هر یو میلیارد مایله واتڼ کې یوازې (۰.۰۰۱) مسافر مړ شوی، خو په مسافر وړونکو موټرو کې دا کچه صفر (اعشاریه ۵۴) ده.