ولې یوې اتیا کلنې نیا د ځغاستې، لمبا او بایسکل ځغلونې سیالیو کې برخه واخیسته؟

د عکس سرچینه، Getty Images
"حرکت وکړه": دا د نتالي ګراباو شعار دی چې همدا څو اونۍ مخکې یې په ۸۰ کلنۍ کې د امریکا به هاوايي ایالت کې د ایرون من یا وسپنیز سړي په نوم د ځغاستې نړیواله اتلولۍ کې برخه اخیستې وه.
هغه په دې توګه له ټولو د پاخه عمر ښځه شوه، چې دا سیالۍ به پای ته رسوي.
ګراباو د بيبيسي د نړیوال سرویس نیوزډي پروګرام ته ویلي، "زما یې ننګونه خوښېږي."
"تر هغه چې تاسې یې په فزیکي توګه د ترسره کولو توان لرئ، نو همدا خبره ده چې تاسې او هر څوک یې کولای شي - دا چې ځان ننګوئ او له لاسته راوړنې وروسته هغه احساس چې تاسو ته پیدا کېږي او دا چې منئ واقعا مو یو څه ستونزمن ترسره کړي دي. زما په فکر دا باور او دا هر څه یو لوی کار او لاسته راوړنه ده."
ایرون من د اوږد واټن درېګونې سیالۍ دي چې د انسان د رواني او فیزیکي روغتیا د تر ټولو سختې ازموینې په توګه پېژندل کېږي. په دې سیالۍ کې ۳ اعشاریه ۸ کیلومتره لامبو وهل، ۱۸۰ کیلومتره بایسکل ځغلول او ۴۲ اعشاریه ۲ کیلومتره منډه شامله ده چې له یوه ماراټن سره برابرېږي.
ګراباو د ۱۶۰۰ ګډونوالو له ډلې وه چې سږ کال یې هاوايي کې د اوږد، مخ پر لوړه او دوامداره بادونو له کبله په دغه مشهور مسیر سیالۍ کې برخه اخیستې وه.
د دوی له ډلې شپېتو کډوانوالو دغه سیالۍ پای ته ونه شوای رسولی.
دا یوولسم ځل و چې د ګراباو په ایرون من سیالۍ کې برخه اخلي. د دې سیالۍ بشپړولو وخت ۱۷ ساعتونو ته راکم شوی و او هغې دا ټول مسیر په ۱۶ ساعتونو او ۴۵ دقیقو کې ووهه.
ګراباو وايي "د منډې پر مهال مې ډېر ښه احساس کاوه. ډېر ښه احساس و او د باور احساس چې وروستۍ لیکې ته په رسېدو کې به ستونزه ونه لرم."
په ځڼد پیل

د عکس سرچینه، Getty Images
ګراباو پخوا د سافټویر انجنیرې په توګه کار کاوه. اوس چې یوه انا ده، د امریکا د نیوجرسي ایالت په ماونټین لېکس کې ژوند کوي. هغې د ژوند څلورمه لسیزه کې ځغاسته پیل کړه، خو لامبو یې نه شوای کولای.
دا وايي "ملګرو مې په درېګونو سیالیو کې برخه اخیسته او له ما یې هم تل غوښتل چې په چټکو درېګونو [د سیالۍ لنډه بڼه] کې برخه واخلم، چې دلته نژدې کېدې."
ګراباو شرمېده خو ملګرو ته یې منلې وه چې لامبو یې نه ده زده. هغې له خپلې یوې لور غوښتي وو چې دا برخه ورته هغه ترسره کړي.
د هغې دا سیالۍ خوښې شوې او وروسته یې ۵۹ کلنۍ کې د دې لپاره لامبو هم زده کړه، چې په راتلونکې کې بیا هم پکې برخه واخلي.
ټپي کېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
ګراباو په داسې حال کې د ایرون من سیالۍ کې برخه واخیسته چې د دې سیالۍ له پیلېدو شاوخوا پنځه اوونۍ مخکې ورته د بایسکل ځغلونې د تمرین پر مهال د لاس د عضلې ستونزې پیدا شوې وې.
هغه وايي "یو څه درملنه مې ترلاسه کړه. په ټولیزه توګه مې شاوخوا پنځه یا شپږ ورځې رخصت واخیست ... ځینې مهم تمرینونه رانه پاتې شول، نو دې ته یو څه اندېښمنه وم. دې وځورولم ... نو باید ډېر ځله درېدلې او دې ځای ته مې د ارام ورکولو هڅه کړې وای."
هغه چې څنګه د پای کرښې ته نږدې شوه، نو خلکو یې په شور او لیوالتیا هڅونه پیل کړه. پښه یې وښوېده او راولوېده.
هغې بيبيسي ته وويل: "ښه، دا ډېره حيرانوونکې، لږ څه خجالتونکې او ناڅاپي وه، تر دې مخکې مې هېڅکله دا کار نه و کړی."
"هغه ځای کې غالۍ هم لږه غونځې وه، یو څه پورته شوې وه او فکر کوم چې ما ترې خپله پښه پورته نه کړه... نو ځان مې بېرته راپورته کړ او پای ته مې ورساوه."
کله چې ګراباو د پای له کرښې تېره شوه، چیري ګرینفیلډ یې بدرګې ته ولاړه وه او په غېږ کې یې ونیوله. تر دې مخکې د ښځو لخوا د دې سیالۍ د پای ته رسولو ریکارډ د ګرینفیلډ په نوم ثبت و.
هغه دا سیالۍ په ۲۰۲۲ کال کې چې هغه مهال ۷۸ کلنه وه، بشپړه کړې وه.
ګراباو وايي، "خوشاله شوم چې هغه مې ولیدله... موږ له کلونو راهیسې د یو بل پر وړاندې سیالي کړې وه. هغه په ۲۰۲۲ کال کې ریکارډ جوړ کړ. هغه وخت موږ د ۷۵ او ۷۹ کلونو ترمنځ د عمر لرونکو یوه ۴ کسیز ګروپ کې برخه اخیستې وه او دوه ترې پای ته ونه رسېدې... دا له ما څخه مخکې د پای کرښې ته ورسېده."
نتالي ګراباو له سیالیو د لاس اخیستو هوډ نه لري. هغې وار لمخه د راتلونکي کال لومړۍ نیمایي کې د دوه نیمه ایرون من سیالیو لپاره نوم هم لیکلی دی. خو هغه وايي چې دا دومره لویې بریاوې نه دي چې نوموړې دوام ورکولو ته وهڅوي.
نتالي وايي "زما سیالي خوښېږي، خو دا راته ورځنی تمرین دی. که کله غواړم نوره سیالي ونه کړم، نو بیا به هم تل فعاله اوسم، تل به راپورته کېږم او یو څه به کوم."
دا مطلب د بيبيسي نړیوال سرویس له نیوزډي پروګرام سره د مرکې پر بنسټ چمتو شوی.








