سکاټلنډ کې افغان محصلانې: کاش زموږ غوندې د افغانستان ټولې نجونې د لوړو زدکړو ارمان ته ورسېږي

د ویډیو تشریح، "کاش زموږ غوندې د افغانستان ټولې نجونې د لوړو زدکړو ارمان ته ورسېږي"
سکاټلنډ کې افغان محصلانې: کاش زموږ غوندې د افغانستان ټولې نجونې د لوړو زدکړو ارمان ته ورسېږي
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي پښتو ډيجيټل

له افغانستانه سکاټلنډ ته تللې محصلانې وايي، خوښې دي چې له لوړو زدکړو دوه کلن محرومیت وروسته یې په نړیوالو پوهنتونونو کې طبي زدکړې پیل کړې دي. دوی هیله‌منې دي، چې ټولو افغان نجونو ته په کور دننه او یا بهر د زدکړو زمینه برابره شي.

دغه ۱۹ محصلانې تېره اګست میاشت کې د یوه خیریت بنسټ په همکارۍ سکاټلنډ ته لاړې چې د طب په برخه کې خپلې نیمګړې لوړې زدکړې بشپړې کړي. له دوی یې پنځو هغو تازه د سکاټلنډ په 'ډنډي'‌ پوهنتون کې درسونه پیل کړي.

نورګل شفق ورغلی او د پوهنتون په لومړۍ ورځ یې څارلې دي چې له محدودیتونو لرې په یوه بهرني هېواد کې د لوړو زدکړو پیل ورته څنګه دی.