یونیسف: په هرو اتو مېرمنو کې یوه په ماشومتوب کې له جنسي پلوه ځورول شوې

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف وايي، په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۷۰ میلیونه ښځې له ۱۸ کلنۍ په کم عمر کې د جنسي تیري او جنسي ځورونې ښکار شوې دي.

دا سازمان چې د ماشومانو د حقونو دفاع کوي، په خپل راپور کې وايي، که دغه شمېر ته لفظي جنسي ځورونه یا انلاین جنسي ځورونه ور اضافه شي، نو دا شمېره به ۶۵۰ میلیون ښځو ته ورسېږي.

دا په دې معنی ده چې له هرو پنځو یوه ښځه اغېزمنه شوې.

پر ماشومانو د جنسي تیري اړوند لومړی نړیوال او سیمه‌يیز اټکل د پنجشنبې پر ورځ د اکتوبر ۱۰مه خپور شو.

یونیسف اټکل کړی، چې په هرو اتو مېرمنو کې یوه له ۱۸ کلنۍ مخکې جنسي تیری یا فزیکي ځورونه تجربه کړې.

دا هغه تاوتریخوالی دی، چې پایلې یې ښځې د ژوند تر پایه کړوي.

دا ظلم ډیر وختونه د شناخته کسانو لخوا او په داسې ځایونو کې کېږي، چې ماشومان پکې باید خوندي وي او د خوندیتوب احساس وکړي.

د یونسیف دا تازه راپور د اکتوبر یوولسمه د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی.

د دغه راپور له مخې که څه هم ښځې او نجونې ډېرې ځورول کېږي خو نارینه هم په ماشومتوب د جنسي تيري یا جنسي ځورونې ښکار شوي.

یونیسف وايي، چې په ټوله نړۍ کې له ۲۴۰ تر ۳۱۰ میلیونو پورې نارینو په ماشومتوب کې جنسي تیری یا جنسي ځورونه تجربه کړې ده.

همدارنګه که د جنسي تیري غیر فزیکي ډولونه وراضافه شي، دا شمېره له ۴۱۰ تر ۵۳۰ میلیونو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، چې دا احصایې "د مخنیوي بیړنیو ګامونو وچتلو او هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا په ګوته کوي."

د یونیسف اجرائیه مشرې کاترین رسل ویلي، له ماشومانو سره جنسي تاوتریخوالی زموږ د ټولو "وجدان ته داغ" دی.

د اغلې رسل په وینا، دا ژور او تلپاتې ټپونه اکثرا د هغو خلکو لخوا پېښېږي، چې ماشوم یې پېژني او باور پرې لري او هغه هم داسې ځای کې، چې ماشومانو باید هلته خوندي وي.

له دغه تاوتریخوالي سره کډوال هم ډېر مخامخېږي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

یونسیف وايي، په بې ثباته حالاتو، لکه جنګ جګړو کې هغه کډوال چې د سیاسي یا امنیتي کړکېچونو له امله له خپلو کورونو تښتي، او د دوی منځ نجونې بیا له زیات خطر سره مخامخ دي.

په دې ډول حالاتو کې له هرو څلورو کسانو یو یا تر دې ډېرو کم او زیات جنسي تیری یا جنسي ځورونه تجربه کوي.

اغلې رسل وايي، ماشومان د جګړې او نښتو په سیمو کې ډېر زیانګالي دي او ان جنسي تېری او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی هم د جګړې د وسلې په توګه کارول کېږي.

د دې ادارې معلومات ښيي، چې د ماشومانو پر وړاندې جنسي تاوتریخوالی پراخ دی او له جغرافیوي، کلتوري او اقتصادي پولو تېر شوی دی.

د ماشومانو د جنسي تیري تر ټولو ډېرې ثبت شوې پېښې د افریقا په سویلي صحرا کې دي. هالته ۷۹ ښځې او نجونې په ماشومتوب کې جنسي ځورول شوې یا جنسي تیری پرې شوی دی.

له دې وروسته ختیزه او سویل ختیزه اسیا کې ۷۵ میلیونه وګړي (د ټول نفوس ۸٪) او مرکزي او سویلي اسیا کې ۷۳ میلیونه وګړي (د ټول نفوس۹٪) له دې اړخه زیانمن شوي.‌

د یونیسف په راپور کې راغلي، چې په اروپا او شمالي امریکا کې ۶۸ میلیونه (۱۴ سلنه معادل)، په لاتینه امریکا او کارابین کې ۴۵ میلیونه (۱۸ سلنه) او په شمالي افریقا او لویدیزه اسیا کې ۲۹ میلیونه وګړي (۱۵ سلنه) ماشومتوب کې له جنسي اړخه ځورول شوي دي.

په اوقیانوس کې ۶ میلیونه ښځو په ماشومتوب کې فزیکي جنسي تاوتریخوالی او جنسي تیري تجربه کړی، چې د نفوس ۳۴٪ سره برابر دي.

د یونیسف د راپور له مخې د جنسي تیري ډیری پېښې د تنکۍ ځوانۍ وخت کې کېږي، په ځانګړې توګه د ۱۴ کلنۍ او ۱۷ کلنۍ ترمنځ.

څېړنو ښودلې، چې د جنسي تیري ښکار شويو ماشومانو بیا بیا ځورونې احتمال لوړی دی.

د معلوماتو راټولولو او په سمه توګه د احصایې ثبتولو اړتیا باندې ټینګار

ښځه

د عکس سرچینه، Getty Images

یونیسف وايي، په دغه راپور کې معلومات په بېلابېلو هېوادونو کې د بېلابېلو شاخصونو پر بنسټ د راټول شویو شمېرو پر بنسټ دي.

یونسیف وايي، چې ډیر قربانیان کلونه کلونه له دې کبله له رواني اړخه ځورېږي.

قربانیان له لوی خطر سره مخامخ وي لکه ډول ډول مقاربتي ناروغۍ، د نشه‌يي توکو کارول، ټولنیز ګوښه توب، رواني‌ ستونزې لکه اضطراب، خپګان او د سالمو اړیکو په جوړولو کې هم له ننګونو سره مخامخ وي.

د یونیسف د کارپوهانو په وینا، دا اغېزې هغه وخت زیاتېږي، چې ماشومان د ډیرې مودې لپاره خپلې تجربې ښکاره نه کړي او د اندیښنې او ویرې له امله یې د ډیر وخت لپاره پټې وساتي.

یونیسف د هلکانو د جنسي ځورونې تجربې، د جنسي تاوتریخوالي اوغیر فزیکي ډولونو په اړه د معلوماتو د کمښت یادونه کړې او راټولولو لپاره یې د مالي سرچینو پر برابرېدو ټینګار کړی.

کړي یونسیف د یوه غوره سیستم جوړل چې کره شمېر، او کره معلومات را ټول کړي یو اړین ګام ګڼلی او ټینګار یې پرې کړی دی.

پر ماشومانو د جنسي تیري د مخنیوي لپاره باید څه وشي؟

ماشوم

د عکس سرچینه، Getty Images

"په هغو هېوادونو کې چې ټولنیز او کلتوري نورمونه او ننګونې جنسي تاوتریخوالي ته زمینه برابروي او ماشومان له مرستې غوښتنې په شا کوي" لومړی د دې پر وړاندې ګام وچتول د یونسیف له نظره اړین دی.

د ماشومانو روزنه، د دوی عمر ته په کتو مناسبو معلومات ورکول، چې جنسي تاوتریخوالي وپېژني او د راپور ورکولو ځواک پیداکړي، قرباني ماشومانو ته د عدالت ډاډ ورکول او ملاتړ یې کول، د قوانینو او اصولو پیاوړي کول هغه ګامونه دي چې یونسیف ورنه اشاره کړې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په لاندې ډول خپل لیست ته دوام ورکوي:

د هر ماشوم پوهول یا خبراوی لوړول، له عمر سره یې مناسب معلوماتو ته لاسرسی ورکول چې وکولی شي جنسي ځورونه وپېژني او راپور ورکړلی شي.

ډاډ ترلاسه کول چې هر قرباني ماشوم عدالت او ملاتړ ته لاسرسی ولري چې د ورپېښ خطر اغېز پرې کم شي.

له جنسي تاوتریخوالي‌ د ماشومانو خوندیتوب لپاره سخت قوانین او اصول رامنځ کول همدارنګه د هغو سازمانونو جوړول چې له ماشومانو سره کار کوي او د اړتیا وړ کسانو، منابعو او سیستمونو باندې پانګونه کول.

له جنسي پلوه د ځورول شویو ماشومانو عمومي نښې

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د ماشوم د حقونو کنوانسیون پر بنسټ هر هغه څوک چې عمر یې له ۱۸ کلونو کم وي، ماشوم یا تنکۍ ځوان ګڼل کېږي.

که په ماشومانو او نویو ځوانانو کې له کوم واضح علت پرته لاندې نښې نښانې لیدل کېږي، والدین یا د ښوونځي مشر باید د علت موندلو هڅه وکړي:

  • بې دلیله خوشکه او غوسه ناکه چلند کول
  • انزوا، ځان کې غرقېدل، چوپتیا او ترېخ چلند
  • د ملګرو له لاسه ورکول
  • ښوونځي ته له تګ څخه انکار
  • تل اندېښمن او له واړه غږ یا پېښې څخه پرېشانه کېدل او ځان ته زیان رسول
  • تېښته
  • ځان وژنه
  • او کېدای شي فزیکي نښې هم ولري.