پاکستان کې د ټاکنو لپاره وروستی چمتوالی؛ رایو مرکزونو ته ټاکنیز توکي لېږدول کېږي

پاکستان

د عکس سرچینه، ICT Police

په ټول پاکستان کې د پنجشنبې (سبا) ورځې عمومي ټاکنو لپاره چمتووالی په وروستي پړاو کې دی. دمګړۍ بېلابېلو ټاکنیزو مرکزونو ته ټاکنیز توکي د لېږدېدو په حال کې دي او امنیتي ځواکونه هم خپل چمتوالی نیسي.

د پلازمینې اسلام اباد د پولیسو ویاند بیا ویلي، په ټول اسلام اباد کې ځای ځای او په ورته مهال ټولو مرکزو کې اضافي پولیس ځای پر ځای شوي چې له نن شپه به په دندو وي.

د پولیسو دغه ویاند ویلي، د اسلام اباد له ۶۵۰۰ پولیسو ور ها خوا د لا ډاډمن امنیت په موخه ۱۰۰۰ اېف سي ( ملېشه) ځواکونه او شاوخوا ۱۵ سوه پوځيان هم په دندو ګمارل شوې دي.

پولیسو ویلي د ټولو چارو د لا ښه تنظیم په موخه دوی ته د کنټرول مرکزي خونه فعاله شوې او "ښه همغږي" به کېږي.

له څه باندې ۹۰ زرو ټاکنیزو مرکزونو ۳۰ زره یې حساس بلل شوي

پاکستان

د عکس سرچینه، ICT Police

د پاکستان ټاکنو کمېسیون وروستۍ ارزونې ښيې چې د هېواد په کچه له ټولو فعالو مرکزو نږدې درېیمه برخه (۲۹ زره ۹۸۵) یې حساس دي.‌‌ په دوی کې بیا ۱۶۷۶۶ یې ډېر زیات حساس بلل شوي دي.

د پنجشنبې ورځې ټاکنو لپاره ټولټال ۹۰۶۷۵ مرکزونه په پام کې نېول شوي دي.

پاکستان کې دا ځل د ټاکنو په ورځ او له ټاکنو وروسته له ممکنه ګډوډیو څخه امنیتي اندېښنې له بل هر وخت پرتله ډېرې دي.

له دغو ټاکنو یوازې یوه ورځ مخکې د بلوچستان په دوه بېلو سیمو کې غبرګونو چاودنو دا وېره لا ډېره کړي. دغو چاودنو لږ تر لږه ۲۸ کسان وژلي.

د پاکستان امنیتي ادارو ویلي، د ټاکنو په ورځ به د ټاکنو کمېسیون لخوا ورکړل شوي لارښوونې په بشپړ ډول عملي کوي او چاته به د ګډوډیو او ناامنیو اجازه نه ورکوي.

پولیسو ویلي د وسلو، هوایې ډزو او همداراز د هر بل ناقانونه کار پر وړاندې به تیارسۍ ولاړ وي.

پاکستاني پولیسو د ټاکنو په ورځ ژورنالېستانو او په ټاکنو تبصره کونکو ته هم د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ټاکنې

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د پاکستان امنیتي ادارو ویلي، د ټاکنو په ورځ به د ټاکنو کمېسیون لخوا ورکړل شوي لارښوونې په بشپړ ډول عملي کوي

له ټاکنو مخکې هڅه کېږي چې ټولو مرکزونو ته ټول ټاکنیز توکي او د رایه ورکولو پاڼې د ټاکنو وخت له پیل مخکې رسیدلي وي.

د دغو مهمو او حساسو توکو د لېږد لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او د پولیسو په ملتیا مرکزونو ته رسول کېږي.

په پام کې ده چې ټولو څه باندې ۹۰ زره مرکزونو ته نن د پاکستان پر وخت د ماښام تر شپږو بجو ټول مهم توکي ورسېږي.

پاکستانیان به سبا (د فبرورۍ اتمه) د ۱۶مې دورې قامي اسمبلۍ او همدا راز د څلورو ایالتي شوراګانو د غړو ټاکلو لپاره د رایو مرکزونو ته وځي.