یوه تازه څېړنه: له درملو سره د مقاومت له امله درې میلیونه ماشومان مړه شوي

د ایسچریچیا کولی باکتریا، چې د ای کولی په نوم هم پېژندل کېږي، هغه حشره ده چې د خوړو د زهري کېدو لامل کېږي، یو له هغوباکټریاوو څخه دی چې د انټي بیوټیکونو په وړاندې ډیر مقاومت ښیې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایسچریچیا کولی باکټریا، چې د ای کولی په نوم هم پېژندل کېږي، هغه حشره ده چې د خوړو د زهري کېدو لامل کېږي.

د ماشومانو روغتیا دوو مهمو ماهرینو یوه څېړنه کې ویل شوي، داسې فکر کېږي چې له انټي بایوټیک درملو سره د مقاومت کوونکو انفکشنونو له کبله ۲۰۲۲ کال کې نژدې درې میلیونه ماشومان مړه شوي دي.

ویل کېږي، چې د افریقا او ختیځې اسیا ماشومان د نورو پرتله ډېر له احتمالي خطر سره مخامخ دي.

میکروب ضد مقاومت چې د اې اېم ار په نامه یادېږي، هغه څه دي، چې د انفکشن لامل کېدونکي میکروبونه يې پر وړاندې داسې وده کوي، چې انټي بایوټیک درمل پرې کار نه کوي.

دا د داسې یوه تر ټولو لوی خطر په توګه پېژندل شوی، چې د خلکو روغتیا ګواښي.

د روغتیا نړیوال سازمان، نړیوال بانک او ځینو نورو سرچینو د معلوماتو له مخې په دې رپوټ کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې په ټوله نړۍ کې د نژدې درې میلیونه ماشومانو مړینه د هغو انفکشنونو له کبله رامنځته شوې، چې له دارو، درملو سره مقاومت کوي.

ماهرین وايي، دا څېړنه په یوازې درې کلونو کې د اې اېم ار اړوند انفکشنونو له کبله د ماشومانو مړینې شمېر کې لس برابره زیاتوالی ښيي. د شمېرو په زیاتوالي کې د کووېډ وبا رول هم مهم بلل کېږي.

د انټي بایوټیک درملو کارولو ډېرېدل

انټي بایوټیک درمل د میکروبي انفکشنونو له منځه وړلو یا مخنیوي لپاره کارول کېږي، چې د پوټکي له انفکشنونو نیولې د سکاروي یا سینه بغل تر ناروغیو پورې درملنه رانغاړي. دا درمل ځینې وختونه د درملنې پر ځای د انفکشن مخنیوي لپاره هم کارول کېږي. د بېلګې په توګه ځینو ناروغانو ته له جراحي عملیاتو یا د سرطان درملنه کې د کیموتهراپي له کولو مخکې ورکول کېږي.

د والګي، نزلې یا کووېډ په څېر عامو ساري ناروغیو انفکشن له منځه وړلو کې بیا د انټي بایوټیک اغېز مهم نه بلل کېږي. خو اوس ځینې میکروبونو د ځینو درملو له نامناسب یا ډېر کارولو له کبله له ځینو درملو سره مقاومت پیدا کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د نویو انټي بایوټیک درملو تولید چې یوه ګران بیه او اوږدمهاله پروسه ده، سوکه شوی دی.

د رپوټ چمتو کوونکیو ډلې یوه مشره ډاکتره یانهونګ جسیکا چې د اسټرالیا کې د ماشومانو روغتیا اړوند مرډوک انسټیټیوټ او هرب هارویل چې د کلینټن روغتیا نوښت مرکز پروفیسر دی وايي، د هغو انټي بایوټیک درملو زیاتوالي ته اشاره کوي، چې یوازې د خورا جدي انفکشنونو په صورت کې وکارول شي.

د "تجربوي" انټي بایوټیکو کارول چې د مقاومت احتمال یې خورا زیات دی، په سویل ختیځه اسیا کې ۱۶۰ سلنه او په افریقا کې ۱۲۶ سلنه ډېر شوي دي.

په همدې موده کې بیا د ''ریزرو'' انټي بایوټیک کارول، چې د سختو ناروغیو په صورت کې د درملنې وروستۍ چاره بلل کېږي، په سویل ختیځه اسیا کې ۴۵ سلنه او په افریقا کې ۱۲۵ سلنه زیات شوي دي.

د غوراويو کمېدل

د رپوټ لیکوالان خبرداری ورکوي، چې که له دې درملو سره د میکروبونو مقاومت ډېر شي، د هغو انفکشنونو سره به د درملنې په برخه کې ډېر غوراوي پاتې نه شي، چې له بېلابېلو درملو سره مقاومت کوي.

پروفیسر هارویل په ویانا کې روانه میاشت د اروپايي ټولنې کلینیکل مایکرو بیولوژۍ او انفکشني ناروغیو مخنیوي شورا ته د دې رپوټ موندنې وړاندې کوي.

ده د رپوټ له وړاندې کولو مخکې په دې هکله ویلي، ''اې ایم ار یوه نړیواله ستونزه ده. دا هر څوک اغېزمنوي. موږ دا کار د دې لپاره وکړ، چې پر هغه نامتناسب ډول تمرکز وکړو چې اې ایم ار ماشومان اغېزمنوي.''

زموږ اټکلونه ښيي، چې په ټوله نړۍ کې د درې میلیونو ماشومانو مړینې موضوع له میکروب ضد مقاومت سره تړاو لري.

ایا د اې اېم ار لپاره کوم حل شته؟

د روغتیا نړیوال سازمان اې اېم ار په ټوله نړۍ کې د روغتیا لپاره یو خورا جدي خطر بولي، خو له ویانا نه د خبرو پر مهال پروفیسر هارویل خبرداری ورکړ، چې اسان حل هم نه شته.

''دا څو اړخیزه ستونزه ده، چې د درملو ټولو برخو ته رسېږي او اصلاً د انسانانو پر ژوند اغېز کوي. انټي بایوټیک زموږ په شاوخوا کې ویړ پراته دي، له خوړو نیولې تر چاپېریال پورې او له همدې کبله د یوه حل موندل اسان کار نه دی.''

دی زیاتوي، له یوه داسې انفکشنه د ځان ژغورلو چې له درملو سره مقاومت کوي، تر ټولو مناسبه لار دا کېدای شي، چې له یوه مخه له انفکشنه ځان وساتل شي، چې یوه لاره یې د انساني بدن د مدافعت پیاوړي کول، د اوبو پاکوالی او د نظافت خیال ساتل دی.

''د انټي بایوټیک کارول کېدل به ځکه ډېرېږي، چې ډېر خلک به ورته اړتیا ویني، خو موږ باید دا باوري کړو، چې دا په مناسب ډول وکارول شي او مناسب درمل وکارول شي.''

د لندن په کینګز کالج کې د مایکرو بیالوژۍ څانګې استاده لینډسې ایډوارډز په دې هکله وايي نوې څېړنه د پخوانیو معلوماتو پرتله ډېره پاموړ او خبرداری ورکوونکې ده: ''دا بیا په نړیواله کچه د روغتیايي څانګې مشرانو لپاره باید د بیدار کېدو خبرداری واوسي. له پرېکنده اقداماتو پرته به اې ایم ار د ماشومانو روغتیا پالنه کې د لسیزو پرمختګ تر پښو لاندې کړي او په ځانګړې توګه به د نړۍ په هغو سیمو کې د خطر کچه لوړه وي، چې د زیان وراوښتو احتمال یې ډېر دی.''