د ایران مذهبي مشر څو اونۍ وروسته لومړی ځل په عام محضر کې راڅرګند شو

د عکس سرچینه، khamenei
د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي تر څو اونیو پورې له عام محضره غیاب وروسته نن شپه په تهران کې هغو مذهبي مراسمو کې راڅرګندشو، چې د محرم الحرام په مناسبت د مشرتابه کور یا 'بیت رهبري' کې ترسره شول.
ښاغلي خامنه يي ته منسوبې وېبپاڼې په دې هکله لیکلي، "د عاشورا له شپې سره یوځای، په امام خمیني حسینیه کې د اسلامي انقلاب د رهبر، آیت الله خامنه يي او د ژوند د بېلابېلو برخو اړوند خلکو د یوې ډلې په شتون کې د ماتم مراسم ترسره شول."
ښاغلي خامنه يي د دې مراسمو په ترڅ کې حکومتي مداح محمود کریمي ته وویل: که زحمت نه کېږي، کېدای شي (ای ایران) سندره زمزمه کړئ؟
د اسرائیل او ایران تر منځ له جګړې راهیسې د ایران په مذهبي کړیو کې دا سندره ډېر دود شوې.
دا سندره د نادر ابراهیمي لخوا جوړه شوې وه او موسیقي یې محمد چمتو کړې وه. د محمد نوري په غږ دا په ایران کې له خورا مشهورو سندرو یوه ده او محمود کریمي د دې په شعر کې لاسوهنه کړې.
شاوخوا ۲۴ ورځې وړاندې پر ایران د اسراییلو د برید له پیل راهیسې، ښاغلی خامنه ای له عامه غونډو غیر حاضر و، او د ده درې ثبت شوي تلویزیوني پیغامونه خپاره شوي وو.
مخکې ویل شوي و چې ښاغلی خامنه يي به د جولای پر ۱۱مه د عاشورا په مناسبت ماتمي مراسمو کې ګډون وکړي، خو پر هغه ورځ او دغه راز د پنجشنبې او جمعې ورځو کې د هغه نشتون ته د ډېرو پام اوښتی و.
د ایران مذهبي مشر د جګړې له پای ته رسېدو وروسته هم په عام محضر کې څرګند نه شو او ان د معمول برعکس یې په جګړه کې د وژل شویو لوړپوړو پوځي قوماندانانو د جنازو په مراسمو کې هم ګډون و نه کړ.
د ایران رهبري کور کې د تېرې شپې مراسمو هم له تېر سره توپیر درلود. په دې مراسمو کې د اجرائيوي او قضایي څانګو مشرانو او یو شمېر پوځي قوماندانانو ګډون درلود او دغه راز ګڼ شمېر ماشومان هم مراسمو ته راوستل شوي وو، چې د وژل شویو پوځي قوماندانانو تصویرونه یې په لاسونو کې وو.
ایراني رسنیو په دې مراسمو کې د هېواد مذهبي مشر د ګډون نه کولو یادونه نه وه کړې او د دې هېواد د رسنیو له رپوټونو داسې ښکاريده چې په دې مذهبي مراسمو کې د مذهبي مشر ګډون نه کولو پېښې عادي ښوولو هڅه شوې.

د عکس سرچینه، Tasneem News
په لبنان کې د ایران کلتوري اتاشه او د ایت الله خامنه يي نژدې ملګري کامل باقر زاده په دې مراسمو کې د ایران مذهبي مشر ګډون نه کول د هغه له لوري 'د خوندیتوب مفکورې پالنه' بللې.
هغه په مشرق نیوز کې په یوه یادښت کې لیکلي: "په مراسمو کې د رهبر نه شتون کومه نادره، بې ساري یا عجیبه پیښه نه ده، په حقیقت کې، دا د هغه د معمول شخصیت او دود پالنې ته ژمنتیا ده، چې د خپلو شخصي ګټو پرتله د ساتنې ټیم د متخصص نظر ته لومړیتوب ورکوي."
د جون پر ۱۳مه، اسرائیل پر ایران برید وکړ، چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړاو وروسته اوربند وشو، خو علي خامنه يي د خلکو پر وړاندې راڅرګند نه شو او دا ښيي چې د هغه د خوندیتوب په هکله لا هم اندېښنې شته.
د اسرائیل دفاع وزیر اسرائیل کاټز د اسرائیل له چېنل ۱۳ سره مرکه کې ویلي و: "موږ غوښتل خامنه يي له منځه یوسو، خو د دې کار لپاره هیڅ عملیاتي وخت نه و."
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم په خپلو ویناوو کې ویلي و چې د ایت الله خامنه يي "وژنه" کولی شي د جګړې پای ته رسولو کې مرسته وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرائیل او ایران جګړې په ترڅ کې وویل چې دی ښه پوهیږي چې آیت الله علي خامنه ای چېرې پټ دی، خو دوی د هغه د وژلو هیڅ اراده نلري.
له دې مخکې، رویټرز خبري اژانس د دوو نامعلومو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې ټرمپ د ایران د مشر د وژلو لپاره د اسرائیل پلان ویټو کړی دی.








