د انسانانو تر منځ د ورورګلوۍ نړیواله ورځ؛ یو بل سره مو چلن باید څه ډول وي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي
نن یکشنبه د فبرورۍ څلورمه د انسانانو تر منځ د ورورګلوۍ نړیواله ورځ ده.
نړۍ کې د انساني ورورګلوۍ ډېرې بېلګې شته، چې انسانانو یو بل سره د همدردۍ او زړه سوي له مخې مرسته کړې.
کال وړاندې د ۲۰۲۳ کال فبرورۍ په میاشت کې ترکیه او سوریه کې خلک خورا ویجاړوونکې زلزلې وځپل او زرګونه انسانان په کې مړه او ټپیان شول۰
د دې دوو اسلامي ملکونو مرستې ته د نورو تر څنګ ایټالیا، تایوان٬ امریکا او اسرائیلو هم ژر ور ودانګل۰
دوی په داسې حالاتو کې د ژغورنې روزل شوې ډلې لري، د اسرائیلو مرستندویه ډلې په ګډون دوی ټولو د ډېرو مسلمانو ترکي وګړو ژوند وژغوره۰
نړۍ کې دا شان خورا ډېرې بېلګې تېرې شوي، چې په لویو ناورینونو او مشترکو غمونو کې کوچني توپيرونه له مینځه تللي او انساني ورورګلوۍ یې ځای نیولی دی.
ملګري ملتونه د نن ورځې په نمانځلو چې د انسانانو ترمنځ د ورورولۍ نړیواله ورځ نومول شوې یو ځل بیا ټینکار کوي چې، موږ د پخوا پرتله لا ډېره اړتیا لرو چې د انسانیت لپاره له خپلو توپیرونو تېر شو، د ټولو مذهبونو یا عقیدو ترمنځ پر لا ډېر نږدېوالي کار وکړو او د ټولو انسانانو ترمنځ د ګډو ارزښتونو په اړه پوهاوی ډېر کړو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په خپرې کړې وینا کې وايي، "راځئ چې د ټولو کلتورونو او عقایدو د خلکو تر منځ د تفرقې د کمولو، د دیني تفاهم او همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې خپلې ژمنې بیا تکرار کړو."
دی زیاتوي "راځئ چې په ګډه د ټولو لپاره د یوې سوله ییزې، عادلانه او همغږې نړۍ پر لور لاره هواره کړو."

د عکس سرچینه، Reuters
وروسته له دې چې د ۲۰۲۰ کال ډسمبر میاشت کې ملګرو ملتونو په یوه پرېکړه لیک کې د فبرورۍ میاشت څلورمه د انسانانو ترمنځ د ورورګلوۍ نړیواله ورځ ونوموله، ښاغلي ګوتېرش يې په لومړۍ نمانځورځې دا لاندې وینا خپره کړه.
"په دې سختو شرایطو کې موږ تر هر بل وخت ډېر د انساني وروګلوۍ روحیې ته اړتیا لرو. په ټوله نړۍ کې یوازې د مذهب او باور پر بنسټ، یا د هغوی د قومیت او جنسیت لپاره له خلکو سره ژور تبعیض کېږي، یو بل نه زغمي او کرکه کوي. داسې ناوړه کړه وړه د نړیوالو بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د ارزښتونو خلاف دي."
ښاغلي ګوتېرش له ټولو غواړي چې یو بل وزغمي او مسلې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.
دا چې په نړۍ کې د قومیت، جنسیت او تر نورو توپیرونو ډېر، د دین اوعقیدې په پلمه د انساني ورورګلوي روحیه وژل شوې، د ژوندۍ کولو لپاره یې هم د دینونو ترمنځ پخلاینې ته ډېر ارزښت ورکړل شوی دی.
په دې برخه کې د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ څلورمه یوه تاریخي ورځ بلل کېږي. د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسیس او په مصر کې د الازهر لوی امام احمد الطیب په ابوظبۍ کې "په نړۍ کې د سولې او ګډ ژوند لپاره د بشري ورورولۍ" په نامه سند لاسلیک کړ. په دې سند کې د یهودیت، عیسویت او اسلام ترمنځ د ورته والي په رڼا کې ژمنه شوې چې د دغو دینونو د لارویانو ترمنځ به پر ورورولۍ کار کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
د ایټالیا په روم ښار کې د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مرکز واتیکان د انساني ورورولۍ سند ته په درنښت، په خپرو کړیو ویډیوګانو کې د یادو دریو دینونو ترمنځ تر ټولو نژدې مشترکه وجه ابراهیم "ع " یادوي.
خدای پاک قرآن کریم کې ابرهیم "ع" خپل خلیل یا دوست بللی دی.
انجیل کې یې هم یادونه داسې شوې:
ابراهیم "ع" سره له دې چې نه پوهېده چېرې ځي، د ایمان له مخې ووت.
او تورات کې بیا د هغه په اړه راغلي:
نوم به دې ابراهیم وي، ځکه چې ما د ګڼو ملتونو پلار ګرځولی یې.
دا چې اسلام په دې اړه نور څه وايي، په لندن کې د دیني علومو یو څېړونکی اشرف هاشمي یې په اړه وايي: "اسلام د رحمت دین دی، خدای تعالی خپل رسول ته ویلي چې ته مونږ د ټولې نړۍ لپاره رحمت لیږلی یې، د دې آیت په رڼا کې ویلی شو چې اسلام داسې بشپړ دین دی چې د ټول بشریت لپاره دی، یو مسلمان باید د نورو ادیانو له خلکو سره باید په احترام چلند وکړي"
ملګري ملتونه اشاره کوي چې شخړې هغه مهال په سوله ییز ډول په اسانه اوارېدی شي، چې په نړۍ کې د ښوونې او روزنې په بهیر کې، پر زغم ټینګار وشي او نورو مذهبونو او عقیدو ته درناوی تدریس شي.
که د نړۍ په یوه ګوټ کې یوه انسان ته د درملو، واکسینو، ټکنالوژۍ یا علم په بنه خیر رسېږي، هغه انسان چې ترشا یې دی کېدای شي ورسره توپیر ولري، خو بیا هم د انساني کورنۍ یو غړی او لږترلږه د ابراهیمي ادیانو له نظره د آدم ع او بي بي حوا اولاد وي.

د عکس سرچینه، DR. ABDULLAH ABDULLAH
تېره میاشت د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې په غزه کې د فلسطینیانو نسل وژنې په اړه د اسرائیلو پر ضد پر یوې قضیې بحث وکړ او په پای کې یې له اسرائیلو وغوښتل چې روان بریدونه دې ودروي.
اسرائیلو تورونه بې بنسټه وبلل، خو مهمه دا ده چې دا قضیه سویلي افریقا چې ډېری وګړي یې غیر مسلمانان دي راپورته کړې. د محکمې په ترڅ کې د سوېلي افریقا استازو ویل چې دوی له فلسطینیانو سره مشترکه وجه لري، یو مهال یې په اپارتاید یا د توکمیز توپیر پر بنسټ ظلم کې قربانۍ ورکړي، نو د فلسطینیانو درد حس کولی شي.
دا وضعیت په ملګرو ملتونو کې د سعدي"بني آدم اعضای یکدیګر اند" لیکل شوی شعر ښه انځوروي چې پښتو ژباړه یې داسې ده:
بني آدم اعضای یکدیګر اند که در آفرینش ز یک جوهرند
انسانان د یوه بل غړي دي چې له یوه جوهره خلق شوي
چو عضوې به درد آورد روزګار دیګر عضو ها را نماند قرار
چې یو غړی خوږمن شي نور غړي هم ارام ته نه پرېږدي








