افغانستان او ازبکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونې پر جوړېدو 'هوکړې ته رسېدلي'

ماهرین وايي، د سوداګرۍ ګډې خونې جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې په ډېرېدا او متوازنتیا کې مهم رول لوبولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ماهرین وايي، د سوداګرۍ ګډې خونې جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې په ډېرېدا او متوازنتیا کې مهم رول لوبولی شي.
    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له ازبکستاني لوري سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ګډې خونې پر جوړېدو هوکړې ته رسېدلي دي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د حکومتي او خصوصي سکتور یوه پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او له ازبکستاني لوري سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت پر وده هم خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ دا هوکړه د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه یوف سره د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او مل پلاوي د کتنې پر مهال شوې ده.

د ښاغلي عزیزي په مشرۍ افغان پلاوي چې په ډله کې د دولتي او خصوصي سکتور استازي شته، د دغه سفر په ترڅ کې د ازبکستان له صدراعظم عبدالله عارفوف، د هغه له مرستیال جمشید خواجه یوف، د پانګونې، صنایعو او سوداګرۍ وزیر، د برښنا وزیر او ګڼو نورو چارواکو سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د دغه سفر په ترڅ کې دواړو لوریو د سوداګریزو او ټرانزیتي اړیکو پر پراختیا، د افغانستان په ګټه د یو اړخیز ترجیحي سوداګریز تړون په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د توازن، د پانګونې او ټرانزیټي تړونونو د وروستي کېدو په اړه هم خبرې شوې دي.

سوداګري

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغان محصولاتو او تولیداتو درې ورځنی نندارتون هم پرانیستی چې په ۱۴۰ غرفو کې یې د افغانستان یو شمېر صنعتي، کرنیز او کاني توکي نندارې ته وړاندې شوې دي.

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي چې د افغان پلاوي ډله کې ازبکستان ته تللی، د دغه سفر په اړه بي بي سي ته وویل، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ګډې خونې جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې په ډېرېدا او متوازنتیا کې مهم رول لوبولی شي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپره کړې اعلامیه کې همدار راز ویلي، د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عارفوف سره د افغان پلاوي د لیدنې پر مهال ښاغلي عارفوف د سورخان څخه تر پلخمري پورې د برېښنا مزي غځولو پروژه او له حیراتان څخه تر هرات او بیا سپین بولدک پورې د اوسپنې پټلۍ جوړولو پروژه کې د خپل هېواد مستقیمې پانګونې ته بشبړ چمتووالی ښودلی دی.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، په دغه لیدنه کې د مطرح شویو بحثونو د ښه تطبیق لپاره وپتېیل شوه د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفوف د یوه لوړرتبه پلاوي په ملتیا کې نږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي.