ساینسپوهان: ځمکه لنډمهال لپاره دویمه 'سپوږمۍ' پیدا کوي

سپوږمې

د عکس سرچینه، Getty Images

په دې مني کې یوې تشیالي یا کیهاني حیرانونې ته چمتو اوسئ. ساینسپوهان وايي، ځمکه لنډمهال لپاره د دویمې سپوږمۍ د موندلو په حال کې ده.

د ساینسپوهانو په وینا یوه کوچنۍ سیاره به د ځمکې د جاذبې قوې په وسیله تم شي او د لنډ مهال لپاره به د یوې "کوچنۍ سپوږمۍ" بڼه خپله کړي.

دغه فضایي مېلمه به د همدې سپټمبر له ۲۹مې د څو میاشتو لپاره د ځمکې مدار کې وي، او بیا به یې له کښښ یا جاذبې بېرته وتښتي.

خو که مسلکي‌ ټېلېسکوپ نه لرئ، نو په خواشینۍ سره چې دا دویمه سپوږمۍ له هغې پرته د لیدو لپاره ډېره کوچنۍ او تته ده.‌

دا سیاره په لومړي‌ ځل د اګست پر ۷مه د ناسا د سیارو د خبرداري سیستم خوا لیدل شوې وه.

ساینسپوهانو وروسته د امریکا د ستورپېژندې ټولنې په څېړنیزو نوټونو کې د دغه ستوري‌ د حرکت د لوري اړوند مالومات خپاره کړل.‌

ساینسپوهانو دا ستوری '۲۰۲۴ پي‌ټي۵' نومولی او وايي د سیارو له ارجونا کمربنده د ځمکې لور ته را نږدې کېږي.‌

د سیارو ارجونا کمربند داسې غرګې یا ډبرې لري، چې ځمکې ته بیخي ورته مدار تعقیبوي.

له دغو اسماني‌ ډبرو ځینې وخت ناوخت زموږ ځمکې ته په نسبي‌ ډول (تر څلور نیم میلیون کیلومترۍ) رانږدې کېږي‌.‌

په دې مطالعه ښکېل څېړونکي وايي،‌ که یوه سیاره د دې په څېر په ساعت کې د ۳۵۴۰ کیلومترو په چټکتیا نسبتآ ورو حرکت کوي، نو د ځمکې د کښښ یا جاذبې میدان پرې پیاوړې اغېزه ښندلی شي، چې په لنډمهاله توګه یې نیولو لپاره کافي ده.

اوس دقیقآ‌ همداسې یو څه پېښېدونکي دي.

سپوږمۍ

د عکس سرچینه، BBC Weather Watchers / Wrightsaycheese

د عکس تشریح، دا سیاره د ځمکې د خپلې سپوږمۍ پرتله ډېره کوچنۍ ده

دا کوچنی ستوری به سر له را روانې اوونۍ د شاوخوا دوو میاشتو لپاره د ځمکې په مدار څرخېږي.‌

ساینسپوهان وايي، دا سیاره نږدې ۱۰ متره اوږدوالی لري، چې د ځمکې د اصلي سپوږمۍ د شاوخوا ۳۴۷۴ کیلومتره قطر پرتله ډېره کوچنۍ ده.

نو دا چې دا سیاره کوچنۍ او له تیاره ډبرې جوړه ده، که څوک یې د عادي‌ دوربین یا کورني ټېلېسکوپ په وسیله د لیدلو هڅه هم وکړي، بریالي به نه شي.

د 'کوچنۍ سپوږمۍ' پېښې پخوا هم لیدل شوې او فکر کېږي چې ډېرې به له ورپام کېدو پرته هم تېرې شوې وي.‌

ځینې سیارې ان تکراري هم د ځمکې په کوچنۍ سپوږمۍ اوښتې دي.

'۲۰۲۲ اېن‌اېکس۱' سیاره له ۲۰۲۲ مخکې په ۱۹۸۱ کال کې هم 'کوچنۍ سپوږمۍ' شوې وه.

ساینسپوهانو وړاندوینه کړې چې همدغه '۲۰۲۴ پي‌ټي۵' سیاره به هم ۲۰۵۵م کال کې بیا د ځمکې مدار ته راوګرځي.