اقلیمي بدلون: د کاپ ۳۰ غونډه د فوسيلي سون توکو په اړه له نويو ژمنو پرته پايته ورسېده

د عکس سرچینه، UNFCCC
په برازيل کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په اړه د کاپ ۳۰ غونډه له سختو جنجالونو وروسته د یوې هوکړې په کولو سره پايته ورسېده خو په دې کې فوسيلي سون توکو ته چې د نړيوالې تودوخې لامل ګرځي مستقیمه اشاره نه ده شوې.
دا د بريتانيا او اروپايي ټولنې په ګډون له ۸۰ زياتو هېوادونو لپاره نهيلې کوونکې وه چې غوښتل یې په نړۍ کې د تېلو، ډبرو سکرو او ګازو کارول په تدريجي ډول کم کړي.
د تېلو توليدونکو هېوادونو ټينګار کاوه چې دوی ته بايد اجازه ورکړل شي چې د فوسيلي سون توکو له سرچینو د خپلو اقتصادونو د ودې لپاره کارواخلي.
دغه غونډه په داسې حال کې وشوه چې ملګري متلونه وايي، د نړيوالې تودوخې د کچې ۱.۵ درجې ساتلو په اړه د هڅو د ناکامۍ په اړه اندېښنه لري.
د کولمبيا استازې د کاپ ۳۰ غونډې پر مشرتابه نیوکه وکړه چې د غونډې پر مهال هېوادونو ته اجازه نه ورکوي چې د تړون په اړه اعتراض وکړي.
د کولمبيا د اقلیم د بدلون استازې ډينيلا ډوران ګوانزالېس بي بي سي ته وويل، "موږ کافي علمي شواهد لرو چې ښيي د نړۍ د شين کوريزه ګازونو له ۷۵ سلنې زياته برخه له فوسيلي سون توکو خپرېږي".
"موږ په دې باور يو چې اوس د دې وخت دی چې د دې واقعيت په اړه خبرې وکړو."
د کاپ ۳۰ غونډې وروستۍ هوکړه د "موچي رايو" په نامه ياده شوې چې د برازيل په پورتګالۍ ژبه کې "په ټوليزه توګه د ګډې موخې لپاره کار " معنا لري.
په دې هوکړه کې له هېوادونو غوښتل شوي چې د فوسيلي سونګ توکو د کمولو لپاره په "خپله خوښه" ګامونه ګړندي کړي.
دا لومړی ځل و چې امریکا د کاپ غونډې ته خپل پلاوی نه و لېږلي. دا وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې د اقلیم بدلون په اړه د پاريس له تاریخي تړون څخه وځي. ډونلډ ټرمپ د اقليم بدلون يوه "دوکه" بللې وه.

د عکس سرچینه، EPA
د اقلیمي بدلون په اړه د جرمني پخوانۍ استازې جنېفر مورګان چې يوه تجربه لرونکې مذاکره کوونکې ده بي بي سي ته وويل، په غونډه کې د امريکا نشتوالی يوه "خلا" وه. امریکا په تېر کې ډېری وخت د اروپايي ټولنې او بريتانيا په څېر له هېوادونو ملاتړ کړی دی.
دا وايي، "په ۱۲ ساعته خبرو اترو کې چې د تېلو توليدونکي هېوادونه په کلکه مقاومت کوي او څوک نه وي چې د هغوی مقابله وکړی نو له شک پرته چې دا ډېره سخته وه".
خو د ډېرو هېوادونو لپاره دا د خوښۍ وړ وه چې دا خبرې اترې ناکامې نشوې او يا له پخوانيو هوکړو په شاتګ ونشو.
د انټیګوا او باربوډا د اقلیم سفيري رولېتا توماس وويل، "موږ خوښ يوو چې يو بهير شته چې کار ته دوام ورکوي... او د هر هېواد غږ په کې اورېدل کېږي".
په وروستۍ ناسته کې د سعودي عربستان يوه استازي وويل، "هر هېواد بايد پرېښودل شي چې د خپلو ځانګړو حالاتو او اقتصاد پر بنسټ خپل لوری وټاکي".
د نورو مخکښو تېلو توليدونکو هېواونو په څېر دغه هېواد هم استدلال کاوه چې دوی ته بايد اجازه ورکړل شي چې د پخوا په څېر د خپلو فوسيلي سون توکو زېرمې وکاروي.
د کاپ ۳۰ غونډه له ګڼو ستونزو سره مخ وه. تشنابونو کې اوبه خلاصې شوې، د غونډې ځای ته د سېلاب اوبه ورغلې او خونو کې ډېره ګرمي وه.
د غونډې شاوخوا ۵۰ زره استازي دوه ځله له ودانيو وايستل شول. يو ځل ۱۵۰ تنه لاریون کوونکي ودانۍ ته ننوتل او شعارونه یې ورکول چې "زموږ ځنګلونه د پلور لپاره نه دي".
بل ځل د پنجشنبې په ورځ د اور لګېدو پېښې ګډونوال اړ کړل چې له ودانۍ ووځي.








