تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان مېرمنې؛ د طالبانو له خوا لا هم پرې بنديزونه دي
دا تېر ۲۰۲۳ کال افغانستان خلک له بېوزلۍ نيولې، تر زلزلې او بيا له پاکستانه په زوره د کډوالو ستنولو له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ وو خو تر ډېره دا ښځې دي، چې د ډېرو څېړونکو په باور تر ټولو ډېر کړاو ګالي.
د طالب واکمنو ځپونکو بندیزونو د افغان ټولنې دا نیمه برخه له زده کړو او کاره بې برخې کړې، او ان پارکونو ته يې د تلو په څېر ټولنیزو چارو کې هم مخه ډب کړې ده.
ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د طالبان حکومت په رسمیت نه پېژني، او له دې امله يي پرې ډېر بنديزونه هم لګولي دي، خو طالبان بهرني فشار ته غاړه نه ږدي او وايي دا هر څه یې د خپل سوچ او تفسیر له مخې د شریعت پر بنسټ ولاړ دي.
نجما ځلا په تېر يوه کال کې د افغان ښځو حالت ته کتنه کړې.