امریکا په تاوتریخوالو کې د ښکېلو افغانانو نوملړ خپور کړی

د امریکا ملي امنیت اداره

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

د امریکا ملي امنیت ادارې د یو شمېر افغانانو نوملړ خپور کړی، چې په امریکا کې یې بېلابېل جرمونه کړي او د دې ادارې په وینا د متحدو ایالتونو مخکیني ولسمشر جو بایډن ادارې ''بې ارزونې'' امریکا متحدو ایالتونو ته لېږدولي یا یې هلته د اوسېدو اجازه ورکړې وه.

پر خواله رسنۍ اېکس دې تازه خپاره شوي نوملړ کې د شپږ مواردو یادونه شوې او د تاوتریخوالي په پېښو کې د دې ښکېلو کسانو نومونو او تصویرونو خپرولو تر څنګ د امریکا ملي امنیت ادارې له لوري ویل شوي: ''دا د هغو مجرمانو له ډلې یوازې یو څو دي، چې د امریکایي لورینې (سخاوت) ځواب یې په تاوتریخوالي سره ورکړی دی.''

په پیغام کې زیاته شوې: ''لسګونه زره بې ارزونې افغان اجنبیانو له هغه وروسته امریکایان خوږ کړل یا یې وډارول، چې بایډن ادارې امریکایي ټولنو ته د مجرمانو، ترهګرو او ګواښونو یو سېلاب راوست.''

په نوملړ کې د ځینو هغو کسانو نومونه یاد شوي، چې د امریکا په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي کسانو د بریدونو، جنسي حملو یا ترهګریزو بریدونو پلانولو او تاوتریخوالي په تور نیول شوي یا محاکمه شوي دي.

په دې پیغام کې د خپاره شوي نوملړ د نژدې ټولو کسانو په هکله ویل شوي، چې د متحدینو هرکلي په نامه پروګرام له مخې د جو بايډن ادارې لخوا امریکا ته بیول شوي او هلته د اوسېدو قانوني اجازه ورکړل شوې وه.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

په یوه جلا پېښه کې د امریکا متحدو ایالتونو امنیتي مسوولینو ویلي، یو افغان وګړی یې د هغو تورونو په لړ کې نیولی، چې نوموړي د امریکا په ټکساس کې د یوې ودانۍ ویجاړولو لپاره د خواله رسنیو له لارې ګواښ کړی و.

د امریکا ملي امنیت ادارې عامه اړیکو څانګې مرستیالې سکرترې ټریسیا مکلافلین پر اېکس یوه خپاره شوي بیان کې ویلي، یاد کس پر سې شنبې نیول شوی دی.

د نوموړې په پیغام کې ویل شوي: ''زموږ پر ملي ګارد له ترهګریز برید یوه ورځ مخکې یو بل افغان وګړی، چې د بایډن متحدینو هرکلي پروګرام له مخې امریکا متحدو ایالتونو ته راوستل شوی و، په فورتورت کې د یوې ودانۍ الوځولو ګواښ په تور نیول شوی.''

په پیغام کې ویل زیاته شوې: '' تورن کس پر ټېک ټاک خپله ویډیو خپره کړې، چې په فورټورټ سیمه کې د یوه هدف په نښه کولو لپاره د بم جوړولو ته اشاره کوي. دی پر سې شنبه د ټېکساس عامه امنیت مسوولینو له لوري د ایف بي ای او جي ټي ټي ایف په همکارۍ د ترهګریزو ګواښونو په تور نیول شوی دی.''

د امریکايي چارواکو په وینا دغه نیول شوی کس یوازې یوه ورځ له هغې پېښې مخکې نیول شوی، چې یوه بل ۲۹ کلن افغان رحمان الله لکڼوال په واشنګټن ډي سي کې د امریکا پر ملي ګارد ځواکونو ډزو کې دوه افسران ټپیان کړل.

د امریکا ملي امنیت ادارې مسوولین ادعا کوي، چې بایډن حکومت لسګونه زره افغانان له ارزونې پرته امریکا ته بیولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

په هغه پېښه کې د امریکا ملي ګارد یوې ټپي شوې افسرې ساره بېکسټورم وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

پر رحمان الله لکڼوال وروسته رسماً د قصدي قتل لومړۍ درجه تور ولګول شو.

امریکايي‌ چارواکو منلې چې رحمان‌ الله لکڼوال یو وخت په افغانستان کې له سي‌ای‌اې سره کار کاوه.‌

یوه پخواني پوځي قوماندان چې له هغه سره یې دنده ترسره کړې، د بي‌بي‌سي افغان څانګې ته ویلي لکڼوال ۲۰۲۱ کال له افغانستانه د امریکا د وتلو پر مهال هم د کابل په هوايي ډګر کې د امریکایي ځواکونو ساتنه کې مرسته کړې.‌

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډزو هغه پېښه د امریکا ملي امنیت ته یو لوی ګواښ وباله او متحدو ایالتونو د تېرې چارشنبې پر ورځ د ټولو افغانانو د کډوالۍ او پناه غوښتنې بهیر وځنډاوه او ویې ویل چې دا پرېکړه د "امنیت او د تفتیش پروټوکولونو" بیاکتنې ته انتظار باسي.

له هغه وروسته د جمعې پر ورځ د امریکا متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې د ټولو پناه غوښتنو په اړه یې پرېکړې درولې دي، ځکه د یوه افغان سړي له لوري واشنګټن کې د ملي ګارد پر دوو سرتېرو د ډزو له پېښې وروسته، ډونلډ ټرمپ خپلې د کډوالۍ ضد تګلارې نورې هم سختوي.

وړمه ورځ (نومبر ۲۸مه) بیا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د "درېیمې نړۍ له ټولو هېوادونو" به متحدو ایالتونو ته کډوالي "دایمي بنده کړي."

ټرمپ د خواله‌ رسنۍ یوه پيغام کې لیکلي و، چې دا پرېکړه به امریکا د کډوالۍ له هغو پالیسیو په بشپړه توګه رغېدو ته پرېږدي، چې د ده په وینا د ډېرو امریکایانو "ګټې او د ژوند شرایط" یې له منځه وړي دي.