له احمدشاه مسعود سره د خوستي ځوان ورته والی: "پلار مې زما پر عکس تېروتی و"

د ویډیو تشریح،
له احمدشاه مسعود سره د خوستي ځوان ورته والی: "پلار مې زما پر عکس تېروتی و"
..

د عکس سرچینه، Getty Images/AzimGul

    • Author, ندیم اشرف
    • دنده, بي بي سي

"هر ځای ته چې ځم، ملګري مې راته وايي چې ته بالکل د امر صاحب په څېر یې."

د افغانستان په سوېل ختیځ، خوست ښار کې د عظیم ګل په نوم د یوه ځوان ورته والی د مجاهدینو له یوه وژل شوي قومندان احمدشاه مسعود سره، په خواله رسنیو او د هغه په شخصي ژوند کې پراخ غبرګونونه او نظرونه رامخې ته کړې دي.

عظیم ګل وايي چې شاوخوا لس کاله وړاندې یې له یوه ملګري پکول په ډالۍ کې ترلاسه کړ او کله یې چې یې پر سر کړ، نو هماغه ملګری یې لومړنی کس و چې ورته ویې ویل: ته له دې پکول سره د جهادي قومندان احمدشاه مسعود څېرې ته ډېر ورته ښکارې.

احمدشاه مسعود د شوروي خلاف د افغان مجاهدینو یو قومندان و چې په کورنیو جګړو کې ښکېلتیا له سختو نیوکو سره مخامخ شوه هغه په ۱۹۹۶ کې پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته د هېواد شمال کې د طالب ضد ټلوالې مشري کوله.

نوموړی د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر اوومه د تخار په خواجه بهاءالدین کې ووژل شو.

له هغه وخته ۲۴ کاله تېر شوي، خو عظیم ګل اڅکزی اوس ۳۴ کلن دی. هغه په خوست ښار کې ژوند کوي او یو وړوکی خوړنځی لري.

"د امر صاحب څېره لرې"

عظیم ګل وايي چې دی پر همدې بڼه پکول او جامو کې خوښ دی چې ظاهرا د احمدشاه مسعود سټایل دی. هغه شاوخوا یوه میاشت وړاندې د خپل خونړنځي د اعلان لپاره په خواله رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړه چې په هغې کې یې غټ پکول لږ شاته اړولی و. دې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د ورته والي او جامو په اړه ډېر بحثونه راپورته کړل.

ډېرو کاروونکو ورته لیکلي وو چې "روح یې ښاد"، خو کله چې عظیم ګل ورته وویل چې دا دی پخپله دی، نو خلکو به ورته ویل: "د امر صاحب څېره لري"

عظیم ګل له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې له دې وړاندې یې هم خوړنځي ته ډېر پېرودونکي راتلل، خو: "په ټولنیزو رسنیو کې د مشهورېدو (وایرال کېدو) وروسته مې کار او بار ۸۰ سلنه زیات شوی او ډېر خلک یوازې د انځور اخیستلو لپاره راځي."

"زه او کورنۍ مې هېڅ سیاسي او تشکیلاتي تړاو نه لرو"

عظیم ګل او کورنۍ یې کلونه په پاکستان کې کډوال وو او په ۲۰۰۴ کال کې افغانستان ته راستانه شول.

د دوی اصل د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ دی، خو له راستنېدو وروسته په خوست کې مېشت شول.

هغه ټینګار کوي چې دی او کورنۍ یې هېڅ سیاسي تړاونه نه لري او د داسې جامې اغوستلو موخه یې له احمدشاه مسعود سره مینه نه وه.

هغه وايي: "موږ هېڅ جهادي یا تنظیمي سابقه نه لرو. موږ یوه غریبه کورنۍ یو او نه غواړم کورنۍ مې په سیاسي مسایلو کې ښکېل شي. د دې لباس او پکول هدف مې سیاسي نه و، خلکو خوښ کړ او بیا زه هم ورسره علاقه مند شوم." هغه زیاتوي چې د مسعود له کورنۍ یا سیاسي پلویانو سره یې هېڅ اړیکه نه ده نیولې او نه یې هم تمه لري.

د خلکو غبرګونونه

د احمدشاه مسعود د شخصیت په اړه په ټولنیزو رسنیو کې نظرونه بېلابېل دي، ځکه ځینې یې پلویان او ځینې یې منتقدان دي.

مسعود په ۱۹۸۰ لسیزه کې د شوروي پر وړاندې یو "وتلی" قومندان و او وروسته د برهان الدین رباني په حکومت کې د دفاع وزیر و، چې هغه دوره په کابل کې له کورنیو جګړو سره مل وه. له همدې امله د عظیم ګل د ورته والي په اړه غبرګونونه هم ستایونکي او هم نیوکه کوونکي دي.

عظیم ګل په دې اړه وايي: "ممکن ځینې خلک دا لباس خوښ نه کړي، خو دا زما شخصي موضوع ده او زه دا لباس د دې لپاره نه اغوندم چې ځان له چا سره وتړم." د هغه په باور، پکول او دا ډول لباس د افغانستان د کلتور برخه ده.

غږ او خبرې یې هم ورته دي

یوازې لباس نه، د عظیم ګل د خبرو بڼه او ږیره هم مسعود ته ورته دي.

هغه وايي کله چې کابل یا نورو ولایتونو ته ځي، خلک یې له لېرې ننداره کوي او ورسره سلفي انځورونه اخلي.

ځینې خلک ورته ان "امر صاحب" وايي.

هغه کله ناکله عجیبه تبصرې هم ترلاسه کوي: "څو ځله خلکو زما د عکسونو لاندې لیکلي چې خدای دې یې وبښي یا روح یې ښاد. کله چې مې ورته لیکل دا زما خپل عکس دی، هغوی به حیران شول."

ان د هغه پلار هم یو ځل تېروتنه کړې وه؛ کله چې عظیم ګل د خپل ورور د واده لپاره یوه لویه لیک دړه چاپ کړی وه چې خپل انځور پرې کښل شوی و، پلار یې ورته ویلي وو: "ولې دې د مسعود عکس لګولی؟ شاید ځینو ته ښه ښکاره نه شي." خو کله چې عظیم ګل ورته سپیناوی وکړ، پلار یې قانع شو.

عظیم ګل په پای کې وايي: "زه دا لباس خوښوم او دلیل یې د افغانستان کلتور دی. خو که څوک زما په لباس خفه کیږي، بښنه غواړم. زه له دې سټایل هېڅ سیاسي منظور نه لرم؛ یوازې په خپل نظر پکې ښه ښکارم."

پکول، په خوست، کونړ، نورستان، بدخشان او پنجشیر کې دود جامه ده خو په دې بڼه یې پر سرول د احمد شاه مسعود څارونکو ته هغه ور په زړه کوي.

.

د عکس سرچینه، AzimGul