د فیفا نړیوال جام ۲۰۲۶: پایلوبو کې د حیرانتیا وړ بریا کیسې

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د فیفا د نړیوال جام د پایلوبو د پړاو پچه اچول به راتلونکې اونۍ (د ډسمبر پر پنځمه) په واشنګټن ډيسي کې و شي او هغه ټول ټیمونه چې وتوانېدل کوالیفای شي په اندېښنې سره به وګوري چې په دله کې به یې کوم هېوادونه ورسره مخامخېږي - خو د نړۍ ډېری وګړي به په دې سیالیو کې استازولي ونه لري.
هند، چین، اندونیزیا، پاکستان او نایجیریا ـ-چې د نړۍ له شپږو ډېر نفوس لرونکو هېوادونو پنځه دي - سږکال د دې ټورنمنټ برخه نه دي؛ هغه سیالۍ چې متحده ایالات، کاناډا او مکسیکو یې په ګډه کوربهتوب کوي.
په حقیقت کې له هغو ۲۰۹ هېوادونو چې د کوالیفای لپاره یې مبارزه پیل کړې وه یوازې ۶۴ هېوادونه لا هم د دې موکه لري چې پایلوبو ته ورسېږي. دا شمېر به هم وروسته کم شي؛ ځکه چې په مارچ کې له وروستیو پلیاف سیالیو وروسته به یوازې ۴۸ ټیمونه د جون او جولای په ټورنمنټ کې ګډون وکړي.
نو که ستاسو هېواد په نړیوال جام کې حضور نه لري، نو د ټیم باید ملاتړ وکړئ؟
ښه، ټوله نړۍ کمزوري ټیمونه خوښوي او یو شمېر هغه ټیمونه چې لا دمخه کوالیفای شوي په زړه پورې کیسې لري؛ نو ولې یو له دغو زړورو ټیمونو خپل د ټورنمنټ لپاره غوره انتخاب ونه ګرځوئ؟
هغه کوچني ټیمونه چې لوی ټورنمنټ ته رسېدلي

د عکس سرچینه، Getty Images
یوازې ۱۵۵ زره اوسېدونکي او ۴۴۴ مربع کیلومتره خاوره لرونکې کوراساو په نفوس او مساحت دواړو حساب تر ټولو کوچنی هېواد دی چې نړیوال جام ته کوالیفای کېږي. د کارابین دا ټاپو چې د وینزویلا له ساحله یوازې ۶۰ کیلومتره لرې دی دومره کم نفوس لري چې د پایلوبې ځای - د نیوجرسي میټلایف لوبغالي (د ۸۲۵۰۰ نندارچیانو ظرفیت) ــ کې ټول د هغوی نفوس ځایېدلی شي.
د کوراساو مشر روزونکی، ۷۸ کلن ډیک اډووکات به د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو زاړه عمر لرونکی روزونکی شي. هغه د اتو بېلابېلو هېوادونو ملي ټیمونه روزلي، خو د کوراساو له ټیم سره کوالیفای کېدل یې "تر ټولو لیونۍ لاستهراوړنه" بللې.
کېپ ورډ، چې لږه موده د کوراساو تر کوالیفای مخکې د دویم کوچني نفوس لرونکي هېواد په توګه یادېده، هم سږکال لومړی ځل نړیوال جام ته رسېدلی. دغه کوچنۍ اتلانتیک ټاپووزمه، چې د لوېدیځې افریقا له ساحله لرې پرته ده، تېره میاشت له اسواتیني سره ۳-۰ بریا خپله کړه او د خپل ګروپ لومړی مقام یې ترلاسه کړ؛ یو داسې ګروپ چې ان د افریقا زورور کیمرون هم پکې پاتې شو.
د دې هېواد ملي ټیم په وروستیو کلونو کې د خپلې پراخې کډوالې ټولنې پر ملاتړ ډېر تکیه کړې ده. د ټیم مرکزي مدافع، رابرټو "پیکو" لوپس، چې په ایرلنډ کې زیږېدلی او همالته لوبې کوي، خپله لومړۍ رابلنه د LinkedIn له لارې ترلاسه کړه. هغه وویل: "موږ د نړۍ په هر ځای کې یو. کله چې سره یوځای شو نو کولا شو لویې لاستهراوړنې ولرو." دا خبرې یې د بي بي سي د Destination New Jersey په پوډکاسټ کې وکړې.
د پاموړ پیلامې

د عکس سرچینه، Getty Images
اوزبکستان هغه وخت د فوټبال په نړیوال ډګر کې مشهور شو چې د دې هېواد د بنیودکور کلب په ۲۰۰۸ کال کې د برازیل ستوري ریوالدو د قرارداد خبر ورکړ او ورسره د هغه هېواد بل سوپر سټار زیکو د دې کلب د روزونکي په توګه ټاکل کېده. که څه هم دواړه ډېر لږ پاتې شول، خو په اوزبکستان کې د فوټبال پرمختګ اوږدمهاله اغېزې لرلي. دې هېواد په اسیایي جام کې په ثبات سره ښه لوبې کړي، په ۲۰۱۱ کې نیمه پایلوبې ته رسېدلي او په ۲۰۲۳ کې یې کوارټر فاینل ته لاره کړې.
اوزبکستان چې د تېرو اوو پړاوونو په کوالیفای کې ناکام شوی و، سږکال په لومړي ځل نړیوال جام ته رسېدلی. د ایټالیا پخوانی مرکزي مدافع او د ۲۰۰۶ نړیوال جام اتل کپتان فابیو کاناوارو به د "سپینو لېوانو" ټیم په دې نړیوال جام کې وروزي.
د اردن مینهوال له جون راهیسې پوهېږي چې هېواد یې په لومړي ځل د نړیوال جام پایلوبو ته رسېدلی. کله چې د ملي ټیم لوبغاړو د عمان په کوربتوب کې ۳-۰ بریا خپله کړه، نو د هغوی کوالیفای بشپړ شو. د ټیم مراکشي روزونکي جمال سلامي دا بریا "هغو ټولو خلکو ته وقف کړه چې پر موږ باور درلود" او د لوبغاړو او د اردن د فوټبال فدراسیون کلونه کلونه زحمتونه یې وستایل.
د اردن پرمختګ په وروستیو کلونو کې ډېر د پام وړ و. دا هېواد د ۲۰۲۳ آسیایي جام پایلوبې ته ورسېد او په نیمه پایلوبه کې یې د یورګین کلینسمن له سوېلي کوریا ټیمه ستره بریا واخیسته، خو په پای کې یې د کوربه قطر پر وړاندې پایلوبه وبایلله.
بریا د ستونزو پر وړاندې

د عکس سرچینه، Getty Images
د هايتي د ټیم روزونکی، ۵۲ کلن فرانسوی سباستیان مینیه تر اوسه هېڅکله هم دې هېواد ته نه دی تللی. هغه له ۱۸ میاشتو راهیسې چې د ټیم مشر روزونکی ټاکل شوی، د دوامدارو شخړو له امله هايتي ته د تګ توان نه لري. په هايتي کې نژدې ۱.۳ میلیونه کسان د وسلوالو ډلو له تاوتریخوالي بېکوره شوي، هغه تاوتریخوالی چې هر کال زرګونه کسان وژني.
خو دې ستونزو مینیه ونه دراوه؛ هغه وتوانېد چې ټیم په ۱۹۷۴ وروسته لومړی ځل نړیوال جام ته ورسوي. اوس به هایتي هیله ولري چې هغه پخوانۍ نتیجه ښه کړي، ځکه چې په ۱۹۷۴ کې هغوی په ډلهییز پړاو کې هېڅ لوبه ونه ګټله.
مینیه د AFP خبري اژانس ته وویل: "زما لوبغاړي به د هغه هېواد لپاره عالي استازي وي چې په رښتیا ورته اړتیا لري." هغه زیاته کړه: "هايتي اسانه ځای نه دی، خلک یې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د خوشحالۍ ډېر فرصتونه نه لري."
ورو ورو را رسېدونکي؟

د عکس سرچینه، EPA
یو بل هېواد چې د داخلي جګړې له امله له ستونزو سره مخ دی هم کیدای شي پایلوبو ته ورسېږي - د کانګو دموکراتیک جمهوریت دی. د دې هېواد معدني بډایه ختیځ له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د شخړو له امله ځپل شوی او د څو لسیزو جګړو له امله وژل شوي کسان په میلیونونو کې شمېرل کېږي. دغه هېواد په ریښتیا یوې ښې خبرتیا ته اړتیا لري او ملي فوټبال ټیم یې، چې د "پړانګانو" په نوم پېژندل کېږي، هیله لري همدغه خوشخبره وړاندې کړي. مرکزي افریقایانو سږکال په قارهییزو پلیاف سیالیو کې د ځواکمنو ټیمونو کیمرون او نایجیریا مات کړل او اوس یوازې یوه بریا پاتې ده چې لومړی ځل له ۱۹۷۴ وروسته پایلوبو ته ورسېږي. د کانګو ټیم به اوس په مارچ میاشت کې په مکسیکو کې د جام د بریا لپاره د جامایکا یا نوې کالیډونیا سره مخ شي. د کانګو پخواني کپتان ګبریل زکواني د بي بي سي افریقا لوبې ته وویل: "ښه پچه اچونه ده، ځکه چې پر کاغذ موږ ځواکمن اړخ یو."
عراق هم یو بل ټیم دی چې د پلیاف له لارې د پایلوبو هڅه کوي او دغه هېواد هم د جګړې او مذهبي شخړو سره تازه تاریخ لري. ټیم د ۲-۱ په کورني بریا سره د متحده عربي اماراتو پر وړاندې پلیاف ته لار پیدا کړه، چې د اضافي وخت په ۱۷مه دقیقه کې د پنالټي ګول پرېکړه وکړه. دې ناڅاپي ډرامې د بصرې نړیوال سټډیم او سیټونو کې د خوښۍ صحنې راپارولې. عراق په نړیوال جام کې یواځې یوه برخه درلوده، چې هغه هم ۳۹ کاله مخکې په مکسیکو کې له ډلهییز پړاوه بهر کېدل وو.
نوې کالیډونیا، چې نفوس یې یوازې لږ له ۲۵۰,۰۰۰ زیات دی، هم لومړی ځل پلیاف ته رسېدلې. د پایلوبو لپاره به دوی اړتیا ولري چې لومړی جامایکا او بیا کانګو جمهوریت مات کړي. د پلیاف لپاره لار موندلو لپاره دوی خپل ګاونډي د ارام سمندر ټاپو تاهيتي، ته ماتې ورکړه. د ۴۶۰۰ کیلومتره سمندر له لارې بېلېدل شوې دا "محلي سیالي" د سپورټ په نړۍ کې تر ټولو لرې واټن لري.
په پای کې، سورینام تر ټولو ټیټه درجه لرونکی ټیم دی چې لا هم د ۲۰۲۶ ټورنمنټ لپاره چانس لري. ټیم، چې اوس مهال د فیفا په درجهبندۍ کې ۱۲۳م مقام لري، باید د بولیویا او مخکې یاد شوي عراق پر وړاندې بریا ترلاسه کړي. سورینام لوبغاړو د پلیاف د پړاو لپاره وروستي ګول په دقیقه کې ونه ولمانځله، ځکه لومړني نتایج داسې ښکاره کول چې هغوی به له سیالیو بهر شي. سره له دې، د سوېلي امریکا تر ټولو کوچنی هېواد، چې پخوانی هالنډي مستعمره دی او په ډېرو بهرنیو لوبغاړو تکیه لري، لا هم د نړیوال جام د ویاړ فرصت لري.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام د خپلو ۲۲ مخکینیو بڼو پرتله به ډېر توپیر ولري، ځکه دا تر ټولو د لویو ګډونوالو لړۍ لري. ډېرې نیوکې دا وايي چې ښايي د نه مساوي لوبو او کمې سیالۍ سبب شي، خو ځینې یې د حیرانوونکو ماتې او زړورو ډرامو یادونه کوي چې د ټورنمنټ د پراختیا له ۱۹۳۰ کال راهیسې، کله چې یوازې ۱۳ ټیمونو ګډون درلود، رامنځته شوې ده.
ښکاري چې فیفا به د ټورنمنټ د پراخوالي او هڅو لپاره پلانونه جاري وساتي، ځکه سازمان لا دمخه د ۲۰۳۰ کال د پایلوبو لپاره د ۶۴ ټیمونو د ګډون وړاندیز په اړه خبرې کوي.








