تحریک انصاف: د عمران خان په ګډون زمونږ له نوي سلنه کانديدانو د نوماندۍ حق اخیستل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ټاکنو کمېسیون لخوا په لوی شمېر د خپلو کاندیدانو د نوماندۍ له ردېدو وروسته غبرګون ښودلی دی.
یاد ګوند دا کړنلاره په ټاکنیزو سیالیو کې تر ټولو بده درغلي بللې ده.
د تحریک انصاف ګوند د اطلاعاتو یوه مشر روف حسن په یوه خپره شوې خبرپاڼه ویلي "په هېواد کې له ټاکنو مخکې په لومړي پړاو کې د رڼو ټاکنو جنازه پورته شوې ده."
د ده په ټکو "د تحریک انصاف ګوند د غړو او نوماندانو له ډارولو، نیولو ، په ناقانونه بڼه ترې تم کولو وروسته د نوماندۍ لپاره د کاغذونو ردولو وښوده چې هر څه د دوی خلاف روان دي."
روف حسن د پاکستان په ستره محکمه غږ کړی، چې په نړۍ کې د پاکستان غرور او ولسواکۍ ساتنې په موخه دې د اوسني وضعیت ځانګړی جاج واخلي.

د عکس سرچینه، PTI
د پاکستان تحریک انصاف ګوند له رسمي پاڼې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي "د پي ټي ای د مهمو مشرانو په ګډون د دوی د ۹۰ سلنه نوماندانو کاندیداتوري نه ده منل شوې."
بي بي سي په دې اړه د پاکستان د ټاکنو له کمیسیونه پوښتنه کړې خو لا یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د زنداني عمران خان په ګډون، د شېخ رشید، شاه محمود قریشي او د تحریک انصاف ګوند ګڼو نورو مشرانو کاندیداتوري چې د نوماندۍ لپاره یې اسناد جمعه کړې وو د بېلابېلو دلایلو له کبله رد شوي دي.
له دې سره هممهاله له تحریک انصاف ګوند د بېټ ټاکنیزه نښه هم اخیستي چې ګڼ غبرګونونه یې پارولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د تحریک انصاف ګوند د دغو ګامونو په اعتراض د تحریک انصاف یو شمېر غړو ځای ځای اعتراضیه ناستې او لاریونونه هم کړي دي.
له دې مخکې د پاکستان ټاکنو کمېسیون ویلي وو، د ډېسمبر میاشتې په ۲۳مه نیټه به د کاندیدانو نوملړ وروستی او ورپسې به د ډېسمبر تر ۳۰م نیټې د دوی اسناد ارزیابي کېږي.
د دغې ارزیابۍ وروسته پرون په ټاکلې نیټه خپلې وروستۍ ارزونې اعلان کړې چې د تحریک انصاف ګوند پکې ډېر ځپل شوی دی.
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د پخواني اعلان له مخې "په پاکستان کې به عمومي ټاکنې د ۲۰۲۴م کال فبرورۍ په اتمه نیټه تر سره شي."








