یوه نهنګ یو جالوان څنګه ژوندی تېر او بېرته توف کړ؟

د ویډیو تشریح، یوه نهنګ یو جالوان څنګه ژوندی تېر کړ؟
    • Author, اندریا ډیاز او آیلین اولیوا
    • دنده, بي‌بي‌سي موندو

د چیلي پاټاګونیا ساحل ته نژدې یوه نهنګ یو جالوان ژوندی تېر کړ، خو وروسته یې بېرته روغ رمټ خوشې کړ. ادریان سیمانکاس او پلار یې دغلته جاله چلوله چې له دې پېښې سره مخامخ شول.

وروسته له هغه چې نهنګ دغه کایاک چلوونکی ادریان سیمانکاس تېر کړ، دده لومړی مخاط (بلغم) ته پام شو.

۲۳ کلن ادریان بي بي سي ته وویل: "یوه شېبه ارام پاتې شوم چې پوه شم زه د څه شي په خوله کې یم، یا ښايي زه یې خوړلی یم او شاید دا یو وژونکی کب یا سمندري بلا وي."

ادریان فکر پیل کړ چې څنګه به د یوه نهنګ دننه ژوندی پاتې شي، "لکه پینوکیو" (یوه کارتوني‌ څېره)، خو بیا دغه ژوي (حیوان) بېرته دی راتوف کړ.

دا وینزوېلايي ورزشکار له خپل پلار سره د چیلي د پاټاګونیا ساحل ته نژدې د ماګېلان تنګي له لارې د کایاک چلولو پر مهال و، چې ناڅاپه یې احساس کړ: "زه یې له شا ووهلم، رانژدې شو او زه یې ډوب کړم." د هغه پلار دال وکړای شو چې په څو مترۍ کې د دې لنډې مودې یوه وېډیو ثبت کړي.

ادریان بي بي سي ته وویل: "ما سترګې پټې کړې او کله چې مې بېرته پرانیستې، پوه شوم چې د نهنګ په خوله کې یم."

هغه زیاته کړه: "ما د یو ډول ښوی موادو لمسول احساس کړل چې زما له مخ سره ولګېدل." هغه زیاته کړه، یوازېنی شی یې چې لیدلی شو، توربخن شین او سپین رنګونه وو.

هغه وویل: "زه حیران شوم چې تېر کړی یې یم،‌ زه به څه وکړم؟ ځکه چې اوس مې مقاومت نه شوای کولی". "ما باید فکر کړی وای چې بل ګام څه دی."

خو یوازې څو ثانیو کې ادریان احساس کړ چې دی بېرته د اوبو سطحې ته پورته کېږي. ادریان وویل: "زه یو څه وېرېدلی وم، ځکه نه پوهېدم چې تر کوم ژور ځایه رسېدلی یم او فکر مې کاوه بېرته پاس ختل به ډېر وخت ونیسي."

هغه زیاته کړه: "زه یوازې دوه ثانیې پورته شوم او بالاخره د اوبو سطحې ته ورسېدم او پوه شوم چې نهنګ نه یم خوړلی." په نژدې کایاک کې د ادریان پلار دال سیمانکاس دا پېښه په حیرانتیا کتله.

دوی تازه له ایګل خلیجه تېر شوي وو، چې د چیلي تر ټولو لیرې سوېلي ښار پونټا اریناس ته نژدې پروت دی، پلار یې وایي، کله چې دال شاته د ټکر غږ واورېد "کله مې چې شا ته وکتل، ادریان مې ونه لید."

۴۹ کلن دال وویل: "زه یوه شېبه اندېښمن شوم، خو بیا مې ولیدل چې هغه د اوبو له منځه راووت." هغه زیاته کړه: "زه پوه شوم چې یو څه شته، یو موجود شته، او سملاسي مې ذهن ته راغی."

دال د خپل کایاک په شا برخه کې یوه کامره لګولې وه، چې د اوبو د لوړېدونکو څپو ثبتولو لپاره یې کاروله او همدې کامرې د هغه د زوی دا حیرانوونکې شېبې ثبت کړې.

کله چې ادریان ویډیو ولیده، د نهنګ غټوالي هک پک کړ. ادریان له خپل پلار سره اووه کاله وړاندې له وینزویلا چیلي ته د ښه ژوند په لټه راغلی و، ادریان وویل: "ما هغه شېبه ونه لیدله چې د نهنګ شا راښکاره شوه او نه مې حتی د هغې پوز ولید، یوازې غږ مې یې واورېد. دې کار زه لا نور وېرولی وم."

هغه زیاته کړه : "خو وروسته، کله چې مې ویډیو ولیده، پوه شوم چې دا نهنګ دومره لوی و، شاید که ما دا لیدلی وای، نو لا نور به وېرې اخیستی وای."

ادریان سیمانکاس
د عکس تشریح، ادریان سیمانکاس کایاک چلاوه چې ناڅاپي نهنګ تېر کړ

ادریان ته، دا یوازې د ژوندي پاتې کېدو تجربه نه وه، بلکې هغه وویل "کله چې نهنګ توف کړم، ما داسې احساس وکړ، لکه ما ته چې د ژوند کولو دویمه موکه راکړل شوې وي."

هغه دا "بېسارې" تجربه، چې د ځمکې پر یوه له سختو سیمو کې یې درلوده، داسې تشریح کړه: "دا تجربه ماته د فکر موقع راکوي چې زه تر دې وخته څه ښه کولی شم او څنګه کولی شم دا تجربه په مثبت ډول وکاروم او ارزښت یې درک کړم."

خو د یو ځنګلي ژوند متخصص په دومره چټکۍ سره له نهنګ نه د تېښتې تر شا یو ساده دلیل وړاندې کوي.

برازیلي چاپېریالي کارپوه روچید جاکوبسن سیبا بي بي سي ته وویل: "بوکام لرونکي نهنګان ډېر تنګ ستونی لري، چې انداز یې تقریباً د کورني پایپ (نل) په اندازه ده او یوازې واړه ماهیان تېروي."

هغه زیاته کړه "په فزیکي توګه نهنګان د کایاک کښتۍ، ټایرونه یا ان د تونه په شان لوی کبان نه شي تېرولای."

سیبا احتمال څرګند کړ چې نهنګ ادریان په تصادفي ډول تېر کړی و.

هغه زیاته کړه: "امکان لري کله چې نهنګ کایاک ور کش کړ، کوچني کبان به یې خوړلي وو."

هغه زیاته کړه: "کله چې نهنګان د خوراک پر مهال ډېر ژر د اوبو سطحې ته راخېژي، دوی په تېروتنه هغه شیان وهلی او خوړلی شي چې په لاره په مخه ورځي."

سیبا خبرداری ورکړ چې دا پېښه "یوه مهمه یادونه ده" چې باید د نهنګانو موجودیت شاوخوا سیمو کې وڅارل شي او کایاکان د اوبو پر څپو له لوبو کولو ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه چې د نهنګانو د څارلو یا څېړنو لپاره کارېدونکي کښتۍ باید خپل ماشینونه چالان وساتي، ځکه چې شور د نهنګانو په مسیر کې د دې لپاره مهم دی چې همدا ژوي احساس کړي چې په لاره کې یې یو څه شته.