د افغانستان برېښنا شرکت له ترکمنستان سره د وارداتي برېښنا تړون نوی کوي

 د افغانستان برېښنا شرکت له ترکمنستان سره د وارداتي برېښنا تړون نوی کوي

په افغانستان کې د برېښنا شرکت چارواکي وايي ډېر ژر به له ترکمنستان سره د وارداتي برېښنا تړون نوی کړي.

د شمېرو له مخې افغانستان د خپلې اړتیا ۲۰۲ میګا واټه برېښنا له ترکمنستانه، ۴۴۰ میګاواټه له تاجکستانه، ۴۵۰میګاواټه له ازبکستانه او ۱۰۲ میګاواټه له ایرانه واردوي .

خو سږکال ژمی هم د تېر په څېر د وارداتي برېښنا د کچې د کمېدو له امله د برېښنا پرچاوۍ ډېرې دي.

زموږ همکار ابراهیم امیري د برېښنا شرکت له ویاند حکمت الله میوندي سره مرکه کړې، چې لومړی له ترکمنستان سره د برښنا تړون پر نوي کیدو غږیږي.