زندان کې د عمران خان روغتیا په اړه اندېښنې:‌ پلویانو یې احتجاجونه پيل کړي

د ویډیو تشریح، زندان کې د عمران خان روغتیا په اړه اندېښنې:‌ پلویانو یې احتجاجونه پيل کړي
زندان کې د عمران خان روغتیا په اړه اندېښنې:‌ پلویانو یې احتجاجونه پيل کړي

پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند پلویان له تېرې دوو ورځو بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کوي. هغه شکایت کړی چې په زندان کې یې ښي سترګې ۸۵ سلنه لید بایللی دی. د پاکستان سترې محکمې حکومت ته امر کړی چې د عمران سترګې تر دوشنبې په مختصصو ډاکترانو وګوري.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ نن وویل، د عمران خان د سترګو درملنه به خصوصي روغتیايي ادارې جاري وساتي. د عمران خان خور علیمه خان هم ویلي، چې هغه نن له خپلو زامنو سره ۲۰ دقیقې خبرې کړې دي.