د خبريالانو د ملاتړ کمېټې د طالبانو له حکومت غوښتي چې پر فېسبوک محدوديت او يا بنديز ونه لګوي

فېسبوک

د عکس سرچینه، Getty Images

د خبریالانو د ملاتړ نړيوالې کميټې "سي پي جې" په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې پر فېسبوک د محدودولو او یا بندیز له خپل پلانه لاس پر سر شي.

د طالبانو په حکومت کې د مخابراتو او ټېکنالوژۍ د وزارت چارسبمالي نجیب الله حقاني په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي وو چې افغانستان کې فېسبوک ته د خلکو د لاسرسي محدودولو او یا هم ورباندې د بندیز لګولو لپاره يې تګلاره جوړه کړې ده.

د خبریالانو د ملاتړ نړیواله ټولنه وايي پر فېسبوک بندیز به خلکو ته د معلومات رسونې بهیر له لا زیاتو خنډونو سره مخ کړي.

نجیب الله حقاني درې ورځې وړاندې په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل افغانستان کې فېسبوک ته د خلکو د لاسرسي محدودولو او یا هم ورباندې د بشپړ بندیز لګولو پلان وروستی شوی.

نجيب الله حقاني

د عکس سرچینه، BNA

د خبریالانو ملاتړ کمیټې د اسیا د پروګرامونو د همغږۍ مسووله بېح لیح یي، وايي د فېسبوک په ګدون، خواله رسنیو افغانستان کې د هغې تشې ډکولو سره مرسته کړې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پر ازادو رسنیو د محدودیتونو د لګېدو او رسنیز صنعت د بې سېکه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د سي پي جې په خپره کړې وینا پاڼه کې د اغلې بېح په وینا راغلي دا وړاندیز پر رسنیو د طالبانو زیاتېدونکی محدودیت او سانسور جوتوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یادې ټولنې ته ویلي فېسبوک نه بندېږي خو محدودیتونه به پرې ولګول شي.

د طالبانو حکومت له وړاندې په ټیک ټاک ټولنیزې شبکې او پبجي ګیم بندیز لګولی دی.

فېسبوک په افغانستان کې تر ټولو زیات کارول کېږي او په دې هېواد کې تر ټولو مشهوره ټولنیزه رسنۍ ده چې تر ډېره ځوانان يې کاروي.