هندي ډاکټرانو افغان سرتېري ته هندي لاسونه ولګول
هغه افغان چې د ماين د چاودنې په يوې پېښې کې یې لاسونه پرې شوي ول، او اوس ورته نور لاسونه لگول شوي دي وايي " هېواد ته په ستنېدو غواړي بيرته پوليسو کې شامل شي".
عبدالرحيم درې کاله وړاندې ژوبل شوى ؤ، هندوستان کې له عملياتو وروسته ديوه بل تن لاسونه چې يوې ترافيکي پېښې کې مړ شوى ؤ، د ١٥ ساعته عملياتو وروسته هغه ته ولگول شول.
ده له گيلې نه ډکې لهجې کې وويل چې د حکومت لخوا ورسره څومره چې پکار وه مرسته نه ده شوې او د تداوۍ ټول لگښت يې خپله او د خپلې سيمې د خلکو په مرسته پوره کړى دى.
عبدالرحيم زمونږ همکار عنايت الحق ياسيني سره مرکې کې خپل احساسات ویلي.