افغانستان کې د هند او پاکستان نیابتي جګړه شونې ده؟
څه موده مخکې د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي وو چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان د هند او پاکستان تر منځ د نیابتي جګړې په دګر بدل شي.
د ښاغلي مشرف د دغو څرګندونو پر وړاندې افغانستان کې پراخ غبرګون وښودل شو.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سوېلي اسیا هېوادونو د همکارۍ سازمان (سارک) اتلسمې سرمشریزې ته چې د هند او پاکستان مشرانو هم په کې ګډون درلود، په خپله وینا کې وویل:
"افغانان به اجازه ور نه کړي چې هېواد یې د نورو هېوادونو تر منځ د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي".
آیا افغانستان په خپله خاوره کې د داسې یوې جګړې د مخنیوي توان لري؟
د جنرال مشرف د وړاندوینې معنا څه ده؟
مینه بکتاش د نوي ډیلي د پوځي او امنيتي چارو کارپوه مارشال کپل کاک او د د پاکستان پوځ څارګرې ادارې (آی ایس آی) پخواني مشر اسد دراني نه دغه پوښتنې کړې دي.