غزني ښار کې د وژنو مخه ونیسئ

 غزنی

د عکس سرچینه، BBCPashto.com

د عکس تشریح، د غزني سیمه ییز چارواکي مني، چې د خلکو د ښه امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلي
    • Author, اسدالله جلالزی
    • دنده, غزني

له تېرې شاوخوا یوې اونۍ راهیسې په غزني ښار کې یوه ورځ نه بله ورځ ارومرو یوه امنیتي او یا هم جنایي پېښه رامنځ ته کیږي.

سړي تښتونې، وسله وال بریدونه اود ماین چاودنې هغه پېښې دي چې اوس یي په دغه ښار کې د خلکو ژوند او ورځنۍ چارې له ګواښونو سره مخامخ کړي دی.

د غزني ولایتي شورا غړی نادر خان ګیرووال وايي:

''اوس په غزني ښار کې تر بل هر وخت ناامني زیاته شوې. هره ورځ وسله وال بریدونه وي ماین چاودنې او سړي تښتونې وي. که رښتیا ووایم په دغې میاشت کې هره ورځ موږ د یوې پېښې شاهدان یو او شاوخوا پنځلس تنه به وژل شوي او زخمیان شوي وي، ډیری د وژنې پېښې د بېغږه تومانچوپه واسطه کیږي، خلک له اندېښنو سره اوس په ښارکې ګرځي. په دې امنیتي او جنايي پېښو کې زیات زیان ولسي وګړو ته اوړي ''.

خو د ښا یو هټیوال غلام سنايي بیا له ناامنیو داسې سر ټکوي:

''دلته کابو هره ورځ سړي تښتونه وي وژل وي او ماین چاودنې، نه پوهیږم په کومه خوا ولاړ شو. دا اوس چې د ورځې دوولس بجې دي دلته د ښار په منځ کې د جوی بازار خواته يې یوکس په بې غږه تومانچه وویشتل شو. وسله وال سړی وتښېد او ویشتل شوی سړی څو شېبې پروت و. بیا پولیسو روغتون ته یووړ. ګوره دا اوس د اختر ورځې دي په ښار کې هغه د پخواپه څېر ګڼه ګوڼه نه لیدل کیږي خلک ویریږي له کورونو نه راوځي موږ هم له ناچارۍ دوکان خلاص کړی. په ښار کې یوازې د اطراف ناخبره خلک یاهم هغه چې ناروغان لري لیدل کیږي، د خرڅلاو هېڅ خونده نشته. له حکومته غواړو چې د امنیت خوندي کولو ته دې ځیر شي ''.

 غزنی

د عکس سرچینه، BBCPashto.com

د عکس تشریح، په غزني ښار کې د وژنو له پېښو سره د خلکو ګڼه ګوڼه هم کمه شوې ده

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي هم مني چې امنیتي ستونزې د پخوا په پرتله زیاتې شوې دي:

''دغو ستونزو د خلکو په ژوند او ورځني کاروبار هم اغېز کړی، او د خلکو اوسوداګرو اندیښنې پر ځای دي. د ناامنۍ پیښې په دې ورځو کې زیاتې شوې دي. زموږ امنیتي ادارې راته وايي له دې سره سره چې هڅې کوو خو خلک تر ډیره بریده د امنیت په ساتلو کې مرسته نه کوي. خو امنیتي چارواکوراته ډاډ راکړی چې ژر به لازم اقدامات او تدابیر ونیسو، خوکه رښتیا ووایو تریوه بریده نه یو توانېدلي چې د خلکو امنیت خوندي کړای شو''.

کابو دوه اونې وړاندې په غزني کې ولایتي چارواکو د امنیت د ټینګولو په مقصد د موټر سیکلونو پر ګرځېدو بندیزولګاوه که وکولای شي د امنیتي پېښو کچه ټیټه کړي.

خو له دې سره سره پرون هم د هغو دوو دوکاندارانو مړي ملکي روغتون ته راوړل شوي وو، چې درې ورځې وړاندې له غزني ښاره تښتول شوي وو.

د دغو ټولو پېښو مسؤولیت تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.

 غزنی

د عکس سرچینه، BBCPashto.com

د عکس تشریح، د غزني وروستیو وژنو پخپلو کې وېره خپره کړې ده