د قزاق افغان اړیکو غوړېدا ته خبرې کېږي

د افغانستان او قزاقستان تر منځ شپږمه دوه اړخیزه غونډه په کابل کې جوړېږي.
د عکس تشریح، د افغانستان او قزاقستان تر منځ شپږمه دوه اړخیزه غونډه په کابل کې جوړېږي.

د قزاقستان هېواد یو ۳۰ کسیز پلاوی افغانستان ته رسېدلی چې له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

دا د افغانستان او قزاقستان تر منځ شپږمه دوه اړخیزه غونډه ده چې په کابل کې جوړېږي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ راکړه ورکړه ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي او تمه ده چې د کابل د ناستې په ترڅ کې اړیکې لا پراخې او نورې موافقې هم لاسلیک شي.

له تېرې شاوخوا یوې لسیزې را په دیخوا په لومړي ځل قزاقي پلاوي افغانستان ته سفر کړی چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د دغه پلاوي مشري د قزاقستان د بېړنیو حالاتو وزیر ولادیمیر باشکو او د بهرنیو چارو او اقتصاد وزارتونو مرستیالان کوي.

دغه راز د قزاقستان د خصوصي سکتور ۱۲ تنه سوداګر هم په پلاوي کې شامل دي.

قزاقستان د منځنۍ آسیا له هېوادونو دی چې له تېرو دولسو کلونو راهیسې یې له افغانستان سره ښې اړیکې لرلې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي.

قزاقستان افغانستان ته اوړه، غنم، اوسپنې او نفتي توکي صادروي او قزاقستان د افغانستان د وچو او تازه مېوو لپاره ښه بازار بلل کېږي.

قزاقستان له افغانستان سره د سوداګریزو اړکیو ترڅنګ د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې هم مرسته کړې او ۲۰۰ تحصیلي بورسونه یې افغان محصلینو ته ورکړي دي.