ستاسې غږ: د بي بي سي نړيوالو خپرونو اتيايمه کاليزه، ستاسې هيلې او غوښتنې

د عکس سرچینه، BBC World Service
د بي بي سي د نړيوالو خپرونو څانګه اتيايمه کاليزه لمانځي. د بي بي سي د نړيوالو خپرونو څانګه دا مهال په تر شلو ډيرو ژبو د نړۍ زياتره سيمو او ولسونو ته خپرونې کوي.
د ستاسې غږ په دې پروگرام کې په دې موضوع غږيږو چې تاسي خپله د بي بي سي خپرونو او خبري پوښښ د ډول په اړه څه فکر کوی؟
ايا په اوسنۍ نړۍ کې بي بي سي ته اړتيا شته؟
بي بي سي بايد څه ډول خپرونې وکړي اوپه خپلو خپرونو کې کومي پيښي ځای کړي؟
که د بي بي سي د رول يا خپرونو په اړه کومه پوښتنه يا نظر لرئ، نو د پنجشنبې په ماښامنې خپرونه کې پر دې شمېره د ستاسې غږ د خپرونې پر مهال ټېليفون وکړئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١
ستاسو غږ راديويي ويديويي او انلاين خپرونه ده.
که ثبت شوى ويديويي پيغام يا پوښتنه راليږئ لطفآ تر ٣٠ ثانيو يې مه اوږدوئ او په دې برېښناليک يې راوليږئ: pashto@bbc.co.uk
سر له اوسه د بي بي سي پښتو ايميل ته او يا هم د بي بي سي پښتو فيسبوک، ټوېټر يا گوگل پلس کې خپل نظر ليکلى شئ.