د بي بي سي پښتو شلمه کليزه
د بي بي سي پښتو خپرونو د لسو کلونو په پوره کېدو پښتو خپرونې غځېدلې وې، او هر ماښام به يې هم بيا نيم ساعت او ورپسې ۴۶ دقيقې خپرونې کولې. په ۱۹۸۰ مو او ۱۹۹۰ مو کلونو کې بي بي سي پښتو خپلو اورېدونکيو ته د افغانستان، سيمې او نړۍ په اړه مرکې، راپورونه او بېلابېل پرګرامونه وړاندې کړي وو.
د ۲۰۰۱ کال د اګست پر ۱۵ مه بي بي سي پښتو شل کلنه شوه، ګوهر رحمان ګوهر د بي بي سي شلمې کليزې پر وياړ د پروګرامونه لړۍ جوړه کړې وه، چې دلته يې اورېدلی شیء.