احمد امېد خپلواک وروستۍ مرکه او راپور
احمد امېد خپلواک د پنجشنبې/زيارت پر ورځ چې د ۲۰۱۱ کال د جولای ۲۸ مه وه، د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د بريدونو پر مهال ووژل شو.
ده له دريو کلونو راهيسې له بی بي سي سره کار کاوه.
احمد امېد خپلواک د خپل مرګ پر ورځ د بي بي سی له سهارنۍ خپرونې سره ژونې خبرې کړې وې، او په همدې خپرونه کې يې راپور هم خپور شو، چې د ده وروستۍ راپور و.