ذبیح الله مجاهد د کندهار زندان د ماتېدو کیسه کوي
وسله والو طالبانو د کندهار زندان د ماتېدو اړه رسنيو ته په استول شوې ویناپاڼه کې ويلي چې له پنځو مياشتو راهيسې يې له زندانه د خپلو بنديانو د خوشي کولو دغه پلان په داسې محرميت سره جوړ کړى وو چې د زندان دننه یوازې درې طالب بندیان خبر وو .
په دې اړه مې زموږ همکار عبدالمتین سمسور د طالبانو له وياند ذبيح الله مجاهد سره په تيلې فون کې خبرې کړې چې لومړى زندان ته د تونل يا لغم د وهلو په اړه معلومات ورکوي.