'په ولایتي محبسونو کې د کندهار پېښه تکرارېدای شي'

کندهار زندان

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، طالبان وايي چې له کندهار زندان څخه یې د ۱۰۵ جګپوړو جنګي مشرانو په ګډون ۵۴۱ طالب بندیان تښتېدلي دي.

د افغانستان د زندانونو عمومي مشر وايي ولايتي محبسونه تر ډېره پخواني او په ابتدايي شکل جوړ شوي چې د کندهار زندان د ماتېدو په څېر د پېښو شونتيا په کې لیرې نه ده.

اميرمحمد جمشېد وايي د څمڅې يا تونل له لارې د زندانيانو د پېښې د تکرار د مخنيوي په لړ کې يې لا له وړاندې ګامونه پورته کړي او تر دې دمه يې په معیارونو برابر ۱۴ ولايتي زندانونه جوړ کړي او د نورو د جوړولو په لټه کې دي.

په کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزي له ښاغلي جمشېد نه د يوې لنډې مرکې په ترڅ کې د دا ډول پېښو د بیا بیا کېدو د لاملونو په اړه پوښتلي دي؟

پرهمدې مهال د افغانستان د ولسي جرګې ددفاعي چارو کمیټه د کندهار د بندیانو د تېښتې په اړه اندېښنه ښودلې او وایي دا پېښه چې له بهرنیو ځواکونو څخه د امنیتي چارو د اخیستلو د بهیر په درشل کې شوې، د افغان ځواکونو وړتیا تر پوښتنې لاندي راولي او ښایې د ناامنیو لمن پراخه کړي.