هرات کې د وسپنې ويلې کولو دوهمه فابريکه جوړېږي

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د اوسپنې ويلي کولو دوهمې فابريکې ( کابل فولاد) د جوړولو کار پيل شوی دی. د دغې فابريکې چارواکي وايي دوي به تر راتلونکو څلورو مياشتو شاوخوا ٣٠ بهرني او ٣٠٠ کورني کارکونکي ولري او د ورځې به دوه سوه ټنه وسپنيز توکي توليدوي.
سيمه ييز چارواکيو د دغې پانګونې هرکلی کړی او وايي دوي په هرات صنعتي ښارګوټي کې د بهرنې او کورنې پانګونې لپاره نورې آسانتياوې هم برابرې کړې دي.
له هراته د محمد قاضي زاده راپور