تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نن پر ډیورنډ کرښه زرګونه افغان کډوال ورمات وو
زرګونه افغان کډوال نن پر ډېورېنډ کرښه ورمات وو، چې د پاکستان له خوا ټاکل له شوې وروستۍ نېټې مخکې له دغه هېواده ووځي. پاکستان وايي ۱،۷ ميليونه افغانان دغه هېواد کې له قانوني سندپاڼو پرته اوسېږي او وروسته ويلي یې دي چې د نومبر تر لومړۍ دې په خپله خوښه ستانه شي، که نه نيول کېږي به او شړل کېږي به.
د بشري حقونو څار ټولنې ويلي د پاکستان حکومت له قانوني سندپاڼو پرته افغان پناغوښتونکو پر وړاندې ګواښنو، د ځورونې کړو وړو او نيونو ته مخه کوي.
د اکتوبر له پيله له سل زرو ډېر افغان کډوال له وړاندې له پاکستانه وتلي دي. رحمان الله پرې له پېښوره رپوټ لري.